ملګري ملتونه: د خوراکي توکو نه خوندیتوب ۴۷ سلنه افغانان اغېزمن کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود بشري مرستو د همغږۍ ادارې خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ ده.

ددغې ادارې ویاندې اولګا چیرېوکو چې د ( اګست په ۴مه) يې له کابل څخه د ویدیو له لارې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې خبریالانو ته معلومات ورکړل

هغې وویل: «افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیانمن کېږي.سیلابونه، وچکالي، سخت ژمي او د زلزلې ټکانونه زیانمنې کورنۍ ژور فقر پر لور بیايي. پر ښځو او نجونو محدودیتونه د هغوئ د ورځني ژوند بڼه بدلوي.»

چیرېوکو ویلي، دې محدودیتونو پر زده کړو، د ژوند پر معیشت، روغتیایي خدماتو ته پر لاسرسي او په ټولنه کې پر ګډون اغېزه کړې او د هر نوي محدودیت سره، ښځې لا زیاتې له عامه ژوند څخه لرې کیږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مې نېټې واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې، بې‌کاري زیاته شوې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د مېشتو ښځو ترمنځ؛ او د طالبانو حکومت ښځې دفترونو او ښوونیزو مرکزونو ته له تګ څخه منع کړې دي.

چیرېوکو په افغانستان کې د روان بحران مخنیوی خورا مهم بللی او اندېښنه یې ښودلې چې د بودیجې مخ پر زیاتېدونکي کمښت او نورو موجودو خطرونو د خلکو ژوند له ګواښونو سره مخ کړی دی.

د اوچا ویاندې زیاته کړې: «اوس مهال تمویل په خطرناکه توګه ټیټ دی. موږ د خپل بشري غبرګون پلان ته ګورو، اړتیا شاوخوا ۱.۷۱ ملیارد ده، او موږ د اړتیا وړ تمویل یوازې ۲۶ سلنه ترلاسه کړې ده.»

د خوړو نړیوال پروګرام هم سه شنبې د (اګست ۴) په خپل رپوټ کې ویلي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د ماشومانو د خوړو خوندیتوب د نشتوالي کچه لوړه شوې او د نفوس ۴۷ سلنه یې اغېزمنه کړې ده.

په رپوټ کې جګړې، بې کاري، د خوراکي توکو لوړې بیې او د بشري مرستو د بودیجې کمښت، د خوارځواکۍ د زیاتوالي لاملونه بلل شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په ډاګه کړې چې سږکال د تغذیې پاتې پروګرامونه د تغذیوي توکو د سخت کمښت له امله له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي. د رپوټ له مخې، دغه کمښت په منځني ختیځ کې د جګړې او د نهو میاشتو لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د بندښت له امله رامنځته شوی دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر جان ایلیف په دی هیواد کې د موثره روغتیايي خدماتو د رسولو په موخې د روغتیا پنځه کلنه ستراتیژي اعلان کړې ده.

ایلیف د ایکس ټولنیزې شبکې کې په خپور شوي یو ویدیويي پیغام کې ویلي: «دا ستراتیژي د افغانستان د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا او د هرچا لپاره د کیفیت لرونکي روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي ښه کولو لپاره یو روښانه نقشه چمتو کوي.»

هغه زیاته کړې چې موخه یې داده چې هره افغانه ښځه، نارینه او ماشوم کولی شي روغتیایي پاملرنه هر وخت او هرځای چې ورته اړتیا ولري ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان پنځه کلنه روغتیايي ستراتیژي په داسې حال کې اعلان کړې، چې دغه سازمان وايي، ډېر شمېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ په حالت کې روغتیایي مرکزونو ته رسېږي، او ډیر نور روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نلري.