د جرمني د مونیخ عالي محکمې پنجشنبه (اګست ۶ مه) یو افغان چې د ۲۰۲۵ کال د فبروري په میاشت کې یې سوله ایز مظاهره چیان په موټر وهلي و، په عمري قید محکوم کړ.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې د محکوم شوي کس پوره نوم ندی اخیستل شوی او دایې هم ندي ویلي چې د کوم هیواد تبع دی. په راپور کې د هغه نوم یوازې فرهان ان یاد شویدی.
فرهاد په محکمې کې د قتل په دوو او د قتل د هڅې په ۲۳ تورونو کې ګناهګار وبلل شو. هغه همدارنګه د بل شخص د بدن زخمي کولو او د ترافیکي چارو ګډوډولو په ګڼ شمیر تورونو باندې محکوم شو.
د محکمې ویاند لارینت لافلیور خبریالانو ته وویل چې په محکمه کې ثابته شوه چې د مدعي علیه جرم په ځانګړې توګه ډیر شدید و.
ویاند وویل، " په حقوقي اصطلاح دا معنی لري چې د ۱۵ کالونو بند تیرولو څخه وروسته د شرایطو پر اساس د قید مودې بشپړولو وړاندې د هغه خوشې کیدل په عملي توګه امکان نلري".
د جرمني د حکومت فدرالي څارنوالانو ویلي چې د افغانستان دې اوسیدونکي د ۲۰۲۵ کال د فبروري په میاشت کې د مونیخ په ښار کې قصداً خلک په موټر ووهل.
پدې پیښې کې یوه میرمن او د هغې دوه کلنه لور وژل شوې و او څه باندې ۴۰ نور پکې ټپي شوي و چې ګڼ شمیر یې سخت ژوبل شوي و.
د جرمني فدرالي څارنوالانو همدارنګه ویلي چې تورن شخص "افراطي مذهبي انګیزه" درلوده. د محکمې د اسنادو له مخې تورن شخص پدې باور درلود چې په اسلامي هیوادونو کې د خلکو د کړاونو په غبرګون کې ده خپل ځان "مکلف باله؛ چې جرمني کې د خلکو یوې ځانګړې ډلې باندې بریدونه وکړي او وې وژني.