په تایلنډ کې چارواکي وایي کې یو ۱۴ کلن وسله وال هلک نن جمعه (اګست اومه) په یو ښوونځي کې دننه برید کړی او د ځان په ګډون یې شپږ تنه وژلي دي.
وژل شوي کسان کې ښوونکي او د ښوونځي کارکوونکي دي.
پېښه د پلازمینې بنکاک په یوې څنډې کې شوې ده. چارواکي وایي بریدګر زده کوونکی و او له برید وروسته یې ځان هم وېشتلی او وژلی دی.
د رویټرز خبري اژانس وايي چې بریدګر په ښوونځي کې له برید مخکې خپل نیکه او انا هم وژلي او ټوپک هم د هغوی و. د پېښې انګیزه لا معلومه نه ده.
دا له ۲۰۲۲ کال راهېسې په تایلنډ کې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کېږي. بریدګر ۲۶ ډزې کړې دي.
د تایلنډ صدراعظم انوتین چارنویراکول له برید وروسته ښوونځي ته ورغلی او ویلي دي چې دا برید له مخکې پلان شوی و. نوموړي وویل چې د تایلنډ له سیاسي ډلو سره به د وسلو د کنترول په اړه خبرې وکړي.