یوناما: دافغانستان  په امنیتي ادارو کې د واکمنو چارواکو د څارنې هڅې او د روڼوالي نشتوالی

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوې یوناما وایي، سره له دې چې پرافغانستان واکمنو چارواکو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې په امنیتي ادارو کې د څارنې او حساب ورکولو لپاره هڅې ترسره کړي خو د روڼوالي په برخه کې يې په اقداماتو کې یې ځینې ستونزې شته دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ادارې دوشنبه اګست ۱۰ په یو راپور کې د هغو مواردو په اړه اسناد راټول کړي چې پکې برحاله چارواکو د امنیتي پرسونل د راپور شویو ناوړه چلندونو په اړه نیونې او تحقیقات ترسره کړي او برحاله نظامي محکمو ته یې راجع کړي دي.

د یو ناما د راپورله مخې د غچ اخیستنې له ویرې او پر ادارو د باور د نشتوالي او خنډونو له امله د هغو میرمنو لپاره چې په خپلورځني ژوند کې له ډیرو محدودیتونو سره مخ دي، د ادعا شویو ناوړه چلندونو راپور ورکول محدود شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرستې او د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې جورجېټ ګانیون ویلي " د خلکو له خوا د ثبت شویو شکایتونو، ترسره شویو څېړنو او د اړوندو ادارو له خوا د ترسره شویو انضباطي یا قضايي اقداماتو په اړه د عامه معلوماتو محدودوالی، پر باور منفي اغېز کوي او د سرغړونو د مخنیوي اغېز کموي."

نوموړې ویلي د حساب ورکولو د بهیر ښه کول د واکمنو چارواکو قانوني مکلفیت او د حکومتولۍ او بشري حقونو د درناوي د ښه کولو لپاره یو اړین ګام دی.

یوناماد څارنې، شکایتونو ته د رسېدنې او تحقیقاتي بهیرونو کې د لاسوهنې مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کوي.

یوناما سپارښتنه کوي چې د افغانستان برحاله چارواکي دی په ټولو امنیتي ادارو کې حساب ورکول پیاوړي کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې روښانه قواعد، طرزالعملونه او د چلند اړوند قوانین د نړیوالو معیارونو سره سم شتون لري او د ټول پرسونل لخوا په یو شان ډول پلي کېږي.

پدې کې د هغو قوانینو روښانه کول شامل دي چې د ځواک کارول، نیول، بندي کول، تلاشي کول او د ګڼې ګوڼې تنظیموي، د مسلکي چلند روښانه معیارونه رامنځته کول، د ټولو پرسونل لخوا د ناوړه چلند راپور کول او د قوماندانانو لخوا د انضباط د پلي کولو مسؤلیت تنظیمول شامل دي.

د یوناما تازه راپورداسې مهال خپریږي چې د بشري حقونو نړیوالو ادارو په وار وار طالبان د بشري حقونو څخه په سرغړونو ، خپلسري نیولو ، توقیفولو او د وئ د ادارو لخوا په غیر مسلکي چلند نیوکې کړي دی.