په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویاندې اولګا چیریفکو د اګست په ۴مه د ملګرو ملتونو خبریالانو ته ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو لپاره ۱.۷۱ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده.
د اوچا ویاندې ویلي په دی مرستو به په ولسوالیو او کلیو او بانډو کې ۱۷.۵ میلیون خلکو ته، چې له خورا سختو شرایطو سره مخ دي، مرسته چمتو کړي.
اوچا وايي تر اوسه يې د اړتیا وړ مرستو یوازې ۲۶ سلنه ترلاسه کړې. میرمن چیریفکو خبرداری ورکړچې افغانستان د خوارځواکۍ له خطرناکې کچې سره مخ دی.
د اوچا تغذیه برابروونکو شریکانو یادونه کړې چې سږکال د هیواد د درې پر څلورمه برخه ماشومانو وضیعت خراب بلل شوی.
دا شمېرې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) له هغه خبرداري سره سمون لري چې ویلی نږدې ۱۴ میلیون افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، خو د بودیجې د کمښت له امله، اوس یوازې له هرو نهو تنو څخه یو کس د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې ترلاسه کوي.
ډبلیو اف پي وایی سربېره پر دې، اټکل کیږي چې سږکال به ۳.۷ میلیون ماشومان او ۱.۲ میلیون میندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له خوارځواکۍ سره مخ وي.
دغه سازمان وايي چې د خوراکو توکو د کمښت د ستونزو د حل لپاره یې په روان کال کې ۹۰۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) اټکل کوي چې شاوخوا ۳.۱ میلیون افغان کډوال نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.
د ۲۰۲۶ کال لپاره، یادې ادارې د افغانستان اړوند وضعیت د تمویل په موخه له ۴۵۰ میلیون امریکايي ډالرو څخه لږ څه زیاته بودیجه غوښتې ده.
د اوچا ویاندې همدغه راز د بېړنیو بشري مرستو د برابرولو ترڅنګ، په منځنيو او اوږدمهاله حل لارو کې د پانګونې غوښتنه هم وکړه چې تمرکز یې پر کاري فرصتونو، پوهنې او د بې وزلۍ پر کمولو وي.