د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی د متحده ایالاتو «لومړی هدف» دی.
ټرمپ په ټروت سوشل کې ولیکل: «لومړی هدف دا دی، او تل به هم همدا وي، چې ایران په هېڅ ډول او تر هېڅ شرایطو لاندې اټومي وسله ونه لري.»
د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جون په میاشت کې شوې لنډمهالې هوکړې ۶۰ ورځنی مهلت د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد. خو ولسمشر ټرمپ لا د جولای په میاشت کې په ترکیه کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال، د ایران له خوا پر کښتیو تر بریدونو وروسته، ویلي وو چې د ده په نظر دغه هوکړه پای ته رسېدلې ده. د دې هوکړې هدف د جګړې پای ته رسول، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته رسېدل وو.
تر دې مهاله خبرې تر ډېره د هرمز تنګي پر بیا پرانیستلو او پر ایران د امریکا د سمندري محاصرې پر پای ته رسولو متمرکزې دي، خو د اټومي مسئلې په اړه د مفصلو خبرو د پیل نښې نه لیدل کېږي. د اسوشیټېډ پرېس په وینا، د ۶۰ ورځنۍ مودې له تېرېدو سره سره د واشنګټن او تهران ترمنځ لا هم ژور اختلافونه پر ځای پاتې دي.
په ورته وخت کې، ایران د دوشنبې په ورځ وویل چې له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ لپاره د یوه پلان پر وروستي کولو کار کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د کښتیو د تګ راتګ د مسیر پر نقشې تفاهم شوی او دواړه لوري اوس د ګډې اعلامیې د جزییاتو پر بشپړولو کار کوي.
د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل د امریکا له مهمو غوښتنو څخه دي، خو لا څرګنده نه ده چې د ایران او عمان احتمالي هوکړه به د واشنګټن شرایط پوره کړي که نه.