روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې دپولیو پرضد مبارزه د ننگونو سره مخ ده 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان لا هم په نړیواله کچه د پولیو خپرېدو په مخنیوي کې له مهمو ننگونو سره مخ دی ځکه په هېواد کې د وحشي پولیو ویروس د خپرېدو لړۍ لا په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د بېړني حالت د ارزونې کمېټې په خپله وروستۍ غونډه کې د افغانستان او پاکستان د پولیو وضعیت وڅېړه. کمېټې پرېکړه وکړه چې د پولیو د نړیوالې خپرېدو خطر لا هم د نړیوالې روغتیا لپاره بېړنی حالت ګڼل کېږي او اړوندې سپارښتنې به د نورو درېیو میاشتو لپاره وغځول شي.

سازمان وايي، د روان کال تر دې دمه په افغانستان کې د وحشي پولیو درې پېښې ثبت شوې دي. له جنورۍ وروسته په افغانستان کې د ۱۴ نورو پېښو خبر هم ورکړ شوی دی چې ډېری یې په ۲۰۲۵ کال کې پیل شوې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان په ځانګړي ډول د افغانستان جنوبي سیمې د پولیو د خپرېدو له پلوه تر ټولو اندېښمنوونکې بللې دي. په دغو سیمو کې د ویروس د دوامدارې خپرېدو نښې لیدل شوې او داسې شواهد هم شته چې ښايي ویروس د اوږدې مودې لپاره پرته له دې چې تشخیص شي، په ځینو ټولنو کې خپور شوی وي.

د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ویروس ۱۷ مثبتې نمونې ثبت شوې دي

که څه هم د پولیو د پېښو او مثبتو نمونو شمېر د تېر کال په پرتله د کمېدو په حال کې دی، خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې دا کموالی په دې معنا نه دی چې افغانستان د پولیو د له منځه وړلو لپاره اړین هدف ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د واکسین د کمپاینونو پر وړاندې یوه لویه ستونزه ماشومانو ته نه لاسرسی دی. د امنیتي اندېښنو له امله له ۲۰۲۴ کال د اکتوبر راهیسې د پولیو کور په کور کمپاینونه نه دي ترسره شوي.

اوس واکسین کوونکي د ټاکلو مرکزونو او د ماشومانو د راټولېدو په ځایونو کې د واکسین ورکولو پر تګلارې تمرکز کوي. خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه ډول کمپاینونه ښايي ټولو ماشومانو ته ونه رسیږي، په ځانګړي ډول کم عمره ماشومانو ته .

د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمه ونډه هم په ځانګړي ډول د افغانستان په جنوبي سیمو کې یوه بله ستونزه بلل شوې. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ښځینه واکسین کوونکو پراخ ګډون کولی شي هغو کورنیو او ماشومانو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي چې د اوسنیو کمپاینونو له لارې ورته رسېدل ستونزمن دي.

افغانستان او پاکستان د پولیو د خپرېدو له پلوه یو واحد جغرافیایي کمربند ګڼل کېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ د ویروس د بیا انتقال خطر زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې افغانستان او پاکستان باید د پولیو د واکسین په کمپاینونو، څارنې او د سرحدي سیمو د خلکو د واکسینولو په برخه کې نږدې همغږي وساتي.