امریکا د نیپال سیلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه، سیلابونو سلګونه کسان مړه کړي

د امریکا متحده ایالاتونو په نیپال کې د ناڅاپي او ویجاړونکو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو کورنیو او عزیزانو ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړی.

د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارووزارت په خپلې ویب پاڼه کې لیکلي

«زموږ فکرونه او خواخوږي له هغو ټولو کسانو سره ده چې له دې پېښې څخه اغېزمن شوي دي».

د بهرنیو چارو وزارت ویلي وضعیت له نږدې څاري او سیمې ته د بیړنیو حالاتو ځواب ویلو د چارو یو سلاکار استوي ترڅو د مرستندویه هڅو ملاتړ وکړي.

دغه وزارت لیکلي دوی به همدارنګه د "کاتولیک ریلیف سرویسز" سره د خپلې نړیوالې هوکړې له لارې ۵۰۰ زره ډالره مرسته چمتو کړي، چې موخه یې له سېلاب ځپلو ټولنو سره د بیړنۍ سرپناه، مرستندویه توکو او د اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې په برخو کې د مرستو رسول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، کتمندو کې د امریکا سفارت د سیمه ییزو چارواکو سره نږدې کار کوي ترڅو په اغیزمنو سیمو کې د امریکا اتباع ومومي او مرسته ورسره وکړي.

پدې سیلابونو کې تر دې دمه د لږ تر لږه ۲۷۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی، تر ۱۳۰۰ ډېر نور ورک دي. په ورک شویو کسانو کې د امریکا تر ۶۰ ډېر وګړي هم شامل دي.