د کابل د هوایي ډګر د چاودنې په اړه د امریکایي چارواکو غبرګونونه

د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» د خونړي برید ۵ کاله تیر شول

د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» د خونړي برید د پنځم تلین په مناسبت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو د وژل شویو امریکايي سرتېرو یاد تازه کړ، په داسې حال کې چې د امریکا د جګړې وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې روانې څېړنې د نویو پرمختګونو خبر ورکړی دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برید د پنځم تلین په مناسبت په یوه پیغام کې وژل شوي ۱۳ امریکايي سرتېري "زړور اتلان" وبلل او د هغوی له کورنیو سره یې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او د پخواني ولسمشر جو بایډن اداره یې د ابي ګېټ له پېښې سره تړلو ناکامیو مسووله وبلله.

ټرمپ په خپل پیغام کې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره خپلې لیدنې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې هغوی ته یې ژمنه کړې وه، سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته به د عدالت د تامین لپاره اقدام وکړي.

چې د همدې ژمنې سره سم د محمد شریف‌الله په نوم کس چې په جعفر هم مشهور دی او د ابي ګېټ په برید کې پر لاس لرلو تورن دی، تېر کال د پاکستاني چارواکو له خوا ونیول شو او وروسته متحده ایالاتو ته ولېږدول شو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په ابي ګېټ کې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او تر ۱۶۰ ډېر افغان ملکي وګړي ووژل شول. د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې برید دوي کړی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مخکنیو څېړنو له مخې، د ابي ګېټ ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری، د داعش غړی و چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته له بګرام زندانه خوشې شوی و.

په پنټاګن کې د درېیو سمندري سرتېرو ستاینه

د برید د پنځم تلین په مناسبت د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېت په پنټاګان کې درې پخواني سمندري سرتېري ــ جاناتن ایبي، جورډن هوسټن او مایکل ګرېټزن ــ د ابي ګېټ تر چاودنې وروسته د خپلو ټپي ملګرو د ژغورلو پر مهال د زړورتیا له امله وستایل.

هېګسېت وویل، پنځه کاله وړاندې په ابي ګېټ کې نړۍ د امریکايي سرتېرو زړورتیا ولیده، چې د سخت خطر په شرایطو کې یې خپل ماموریت ته دوام ورکړ. هغه وویل، د دغو سرتېرو زړورتیا اوس «په رسمي، دایمي او مناسبه توګه» پېژندل شوې ده.

په غونډه کې شان پارنېل، چې په افغانستان کې یې پوځي ماموریت ترسره کړی او اوس د امریکا د جګړې وزارت ویاند دی، د ابي ګېټ وضعیت د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ځایونو څخه وباله.

د هغه په وینا، زرګونه کسان د هوايي ډګر د دروازې مخې ته راټول شوي وو او ځوانو سمندري سرتېرو د ګرمۍ، ګڼې ګوڼې او سخت امنیتي ګواښ په منځ کې د خلکو د ایستلو ماموریت ترسره کاوه.

د وتلو په څېړنه کې نوي معلومات

د پنځم تلین ترڅنګ، د امریکا د جګړې وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د روانې بیاکتنې د نویو پرمختګونو خبر هم ورکړی دی.

پارنېل، چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بیاکتنې د ځانګړي پلاوي مشري هم کوي، ویلي چې د هغه ټیم داسې محرم اسناد موندلي چې د ده په وینا، مخکې څېړونکو ته نه وو سپارل شوي.

پارنېل ویلي، د دغو اسنادو له کتنې وروسته د دوی لپاره دا هم روښانه شوه چې ولې ښايي چا غوښتل دغه معلومات پټ پاتې شي. هغه د اسنادو د محرمیت له امله د هغوی د محتوا په اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي.

دا ځانګړی پلاوی د جګړې وزیر پېټ هېګسېت په امر د دې لپاره جوړ شوی چې د ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال شوې پرېکړې، د ابي ګېټ برید او نورې لا ځواب شوې پوښتنې وڅېړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د ابي ګېټ د برید د پنځم تلین په مناسبت د وژل شویو امریکايي سرتېرو او افغان ملکي وګړو یاد تازه کړ. روبیو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «فاجعه‌بار» وبلل او ویې ویل چې د ټرمپ اداره د ابي ګېټ د قربانیانو او ټولو هغو کسانو د یاد ساتلو ژمنه لري چې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال په افغانستان کې وژل شوي دي.

هغه وویل، اداره به همدارنګه هڅه وکړي چې له افغانستانه د وتلو په اړه امریکایانو ته هغه ځوابونه وړاندې کړي چې د ده په وینا، هغوی یې مستحق دي.

پنځه کاله وروسته، د ابي ګېټ برید لا هم په واشنګټن کې د یاد، حساب ورکولو او سیاسي بحث موضوع ده. د جګړې وزارت روانه بیاکتنه اوس هڅه کوي روښانه کړي چې د ۲۰۲۱ کال د وتلو پر مهال کومې پرېکړې وشوې، څه ډول معلومات موجود وو او ایا ټول اړوند اسناد پخوانیو څېړونکو ته سپارل شوي وو که نه.