د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په هوایي ډګر کې په امریکایي سرتیرو د ځانمرګي برید پنځه کال پوره شول

د متحده ایالاتو د جګړې وزارت د کابل په هوایي ډګر کې د هغې مرګونې چاودنې، چې په "ایبي ګېټ" (Abby Gate) چاودنې مشهوره شوې، د پنځم کال په مناسبت له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پر څرنګوالي د پراخو او صادقانه څېړنو ژمنه وکړه.

د جګړې وزارت ویاند شان پرنل، چې له افغانستان څخه د امریکايي د سرتېرو د وتلو بهیر د ارزونې ځانګړي پلاوي سرپرستي هم پر غاړه لري، د چهارشنبې په ورځ ( اګست ۲۶ مه) په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د څیړنې ډلې تر اوسه داسې معلوماتو ته لاسرسی موندلی چې تمه یې نه کېده.

ښاغلي پرنل پدې پیغام کې د ټولو هغو امریکایي سرتېرو څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې یې ماموریت کړی او زیاته یې کړه چې تر څو پورې څېړنې په بشپړ ډول پای ته نه وي رسیدلي، پایلې به یې خپرې نه کړي.

" مونږ په اوس وخت کې د هغه څه په هکله چې په افغانستان کې پیښ شوي، د بشپړو څیړنو په حال کې یو او زه به یې د پایلو په هکله تاسو سره ریښتینی اوسم. هر څومره چې ژورې پلټنې کوو، د څیړنې لپاره لا ډیر څیزونه پیدا کیږي".

له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر د ارزونې ځانګړي پلاوي مشر همدا راز وویل چې د ده ډلې داسې اسناد موندلي چې په خوندي بکسونو کې ساتل کېدل ترڅو څوک ورته لاسرسی ونه لري، په داسې حال کې چې د ده په وینا، دا اسناد باید د ځواب ویلو لپاره خپاره شوي وای. د کابل هوایي ډګر پر یوه دروازه په انتحاري حمله کې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه وشوه، له ۱۶۰ څخه زیات افغان ملکیان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول. د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG