پخوانۍ امریکایي دیپلوماته: د افغان امنیتي ځواکونو کورنۍ د هیریدو د خطر سره مخ دي

پخوانۍ امریکایی ډيپلوماته انی فورزهایمر

په افغانستان کې د امریکا پخوانۍ ډیپلوماته اني فورزهایمر وايي، د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو او ورپسې په افغانستان کې د امریکا له شل کلن حضور څخه ۲۵ کاله وروسته، د افغان امنیتي ځواکونو کورنۍ د دې جګړې د هغو قربانیانو په ډله کې دي چې د هېرېدو له خطر سره مخ دي.

فورزهایمر له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل، د افغان امنیتي ځواکونو هغه کورنۍ چې خپل سرپرستان یې له لاسه ورکړي، اوس له سختو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو سره مخ دي او ډېری یې د افغانستان د پرېښودو امکانات هم نه لري.

هغې وویل، "د افغانستان د امنیتي ځواکونو کورنۍ، په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې پلرونه یې وژل شوِ، زما په اند د هغو ډېرو ډلو په سر کې دي چې هېرې شوې دي."

فورزهایمر زیاته کړه، د افغان امنیتي ځواکونو ډېرو غړو پر دې باور له دغو ځواکونو سره یوځای شوي وو چې د یوه نوي افغانستان د بنسټ په جوړولو او د اساسي قانون په دفاع کې برخه اخلي. د هغې په وینا، دغو کسانو او کورنیو یې «هر څه قرباني کړل»، خو اوس د وژل شویو سرتېرو د کورنیو ښځې د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره ډېر محدود فرصتونه لري.

له ۹/۱۱ وروسته د امریکا لید

فورزهایمر وویل، د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو مخکې امریکا افغانستان ته د یوې لرې ستونزې په سترګه کتل. که څه هم د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو جدي سرغړونې روانې وې، خو په امریکا کې د افغانستان د سیاسي نظام د بدلولو لپاره پراخ تمرکز نه و.

د هغې په وینا، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې بریدونو دا لید په بنسټیز ډول بدل کړ. تر بریدونو وروسته په واشنګټن کې دا تصور پیاوړی شو چې افغانستان داسې حکومت ته اړتیا لري چې د قانون پر حاکمیت ولاړ وي او اجازه ورنه کړي چې له افغان خاورې بیا پر امریکا ورته برید وشي.

د افغان ښځو لاسته راوړنې

د مرکې په بله برخه کې میرمین فورزهایمر د افغان ښځو د حقونو پر وضعیت هم خبرې وکړې. هغې وویل، امریکا باید په ۲۰۲۱ کال کې خپل ځواکونه په هغه وخت او هغه ډول نه وای ایستلي او د افغان ښځو شل کلنې لاسته راوړنې باید نه وای قرباني شوې. هغې وویل ، "موږ باید هغه لاسته راوړنې نه وای قرباني کړی چې افغان ښځو ترلاسه کړې وې... دا ناسم کار و، لا هم ناسم دی، او دا هغه څه دي چې موږ باید پر وړاندې یې مبارزه وکړو او خپل غږ پورته کړو. "

فورزهایمر د ښځو پر حقونو محدودیتونه د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره هم وتړل او ویې ویل، افغانان باید په دې فکر وکړي چې یو هېواد تر کومه حده پرمختګ کولی شي، که ښځې خپل حقونه بېرته ترلاسه نه کړي.

«امریکا لا هم زیان‌منونکې ده»

د مرکې په پای کې له فورزهایمر وپوښتل شول چې له ۹/۱۱ او د افغانستان له شل کلنې تجربې څخه امریکا باید کوم درس واخلي، او ایا متحده ایالات نن د هغو ډول ګواښونو پر وړاندې خوندي دي چې د سپتمبر د یوولسمې بریدونو لامل شول. هغې وویل: «له بده مرغه، زه باور لرم چې امریکا لا هم د هغو ډول ګواښونو پر وړاندې زیان‌منونکې ده چې د سپتمبر یولسمې بریدونو لامل شول.»

فورزهایمر وویل، په افغانستان کې د القاعدې او پاکستاني طالبانو په ګډون د وسله والو ډلو شتون د اندېښنې وړ دی. هغې همدارنګه استدلال وکړ چې د طالبانو واکمني ښايي هغو نورو افراطي ډلو ته د الهام په توګه وکتل شي چې غواړي پر سیمو واکمنې شي، ښځې تر فشار لاندې راولي، اقلیتونه څنډې ته کړي او خلک وځپي.

هغې وویل: «زما په اند طالبان د امریکا لپاره یو ډېر جدي خطر دی، او زه نه غواړم امریکایان دا موضوع هېره کړي.»

د فورزهایمر څرګندونې داسې مهال دي چې سږکال د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو ۲۵مه کلیزه لمانځل کېږي؛ هغه بریدونه چې د امریکا بهرنۍ او امنیتي تګلاره یې بدله کړه او په افغانستان کې یې د امریکا د شل کلن پوځي حضور لړۍ پیل کړه.