په افغانستان کې د امریکا پخوانۍ ډیپلوماته اني فورزهایمر وايي، د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو او ورپسې په افغانستان کې د امریکا له شل کلن حضور څخه ۲۵ کاله وروسته، د افغان امنیتي ځواکونو کورنۍ د دې جګړې د هغو قربانیانو په ډله کې دي چې د هېرېدو له خطر سره مخ دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ولسمشرۍ آزادۍ مډال د هغه شخص کورنۍ ته د هغه په نوم ورکړ چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د ترهګریزو بریدونو پر مهال یې لږ تر لږه د ۱۰ کسانو ژوند ژغورلی و.
د متحده ایالاتو د نظامي محکمې یو قاضي د خالد شیخ محمد او دریو نورو کسانو چې تور پرې دې په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې نیټې د ترهګریزو بریدونو په دسیسې جوړولو کې یې لاس درلود، د محاکمې نیټه اعلان کړله.
د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، په کابل کې د امریکا د سفارت د پرانیستلو د احتمال په اړه په ځینو رسنیو کې د هغه خبرې تر داسې سرلیکونو لاندې خپرې شوي چې په ناسمه توګه تعبیر کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته په یوه ځانګړې ځواب کې ویلي چې متحده ایالات طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پيژني او له دې ډلې سره به یوازې هغه وخت تعامل وکړي چې د امریکا د خلکو په ګټه وي.
نړیوالې سولې او امنیت ته د ترهګریزو فعالیتونو له کبله ورپېښ ګواښونه؛ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د د پنجشنبې د ورځې (اګست پنځمه) په غونډې کې د همدغو ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په اړه ویناوې وشوې.
متحده ایالتونو او پاکستان د ترهګرۍ ضد څلورمه ستراتیژیکه غونډه په واشنګټن کې ترسره کړه او یو ځل بیا یې د داعش خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه وکړه.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته ویلي چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اړندو ژمنو کې په پرله پسې توګه پاتې راغلي دي.
د سپینې ماڼۍ له خوا د ترهګرۍ ضد تازه خپرې شوې ستراتیژۍ له مخې، د مخدره موادو کارټلونه، بهرنۍ ترهګرې ډلې، او کیڼ اړخي سختدریځي فعالان د امریکا پر وړاندې له مهمو درېیو ترهګریزو ګواښونو څخه شمېرل شوي دي.
د متحدو ایالتونو حکومت له ترهګرۍ سره ددغه هیواد د مبارزې نوې ستراتیژي اعلان کړې ده چې پکې نه یوازې د مخدره موادو د قاچاق وړونکو ډلو بلکې د القاعده او د داعش د خراسان څانګي په شان د ترهګرو ډلو په وړاندې په مبارزه ټینکار شوی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت ډله (داعش) او په افغانستان کې د دې ډلې څانګه "داعش-خراسان" د سیمي او نړۍ د امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی.
د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو عیني شاهد امان الله حیدرزاد وايي، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګرۍ بیا پراخیدو ته اندېښمن دی.
نور پورته کول