اوچا: تېرکال په نړۍ کې ۱۰۰۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي او ژوبل شوي

Jonathan Whittall, an OCHA official, stands near the destroyed Al Shifa Hospital during an assessment by a U.N. Convoy, amid the ongoing conflict between Israel and Hamas, in Gaza City, April 5, 2024, in this screen grab taken from a handout video.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، په نړیواله کچه د بشري چارو کارکوونکي په پیچلي او خطرناک چاپیریال کې فعالیت کوي.

او چا وايي کار کوونکي یې له شخړو، ناامنیو، د بودیجې له کمښت او د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې د زیاتېدونکو بریدونو سره مخ دي.

او چا وايي یوازې په تېر کال کې په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۰۰۰ مرستندویه کارکوونکي ووژل شول، ټپیان شول او یا وتښتول شول.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي، ټام فلچر خبرداری ورکړی چې د بشردوستانه کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی په خطرناک ډول په عادي کېدو دی.

هغه بشردوستانه قانون ته د درناوي په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل چې: "د دې بوږنوونکو شمېرو تر شا ځانګړي انسانان (نومونه) شتون لري. هغوی زموږ همکاران، ملګري او د کورنیو غړي دي، او هغوی زموږ له ډلې غوره خلک دي."

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ملګرو ملتونو په دفترونو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې، د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو بیرغ نیمه ځوړند و؛ دا کار د هغو بشري کارکوونکو د درناوي لپاره وشو چې اړمنو ټولنو ته د خدمت پر مهال وژل شوي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي ، دا یوازې د هغو کسانو د یادولو شېبه نه وه چې هیڅکله خپلو کورونو ته ستانه نه شول، بلکې د هغو کسانو د قدردانۍ لپاره هم وه چې لاهم په سختو شرایطو کې د ژوند ژغورنې مرستې رسوي.

او چا لیکلي، په افغانستان کې د بشري مرستو کارکوونکو لپاره، دا پیغام په ژوره توګه انعکاس مومي. دوی د نړۍ په یوه له خورا پیچلي چاپیریال کې کار کوي، د لاسرسي محدودیتونو، محدودو سرچینو او عملیاتي ننګونو سره مخ دي ترڅو اړمنو خلکو ته ورسیږي.

د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، افغان ښځینه بشري مرستو کارکوونکو لپاره، چې لاهم د سختو خنډونو سره مخ دي، کیداې شي ننګونې ډیرې شي، مګر د دوی رول لاهم اړین دی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ښځې او نجونې کولی شي په خوندي اغون مناسبه توگه په وقار سره مرستو ته لاسرسی مومي. د دې خنډونو سره سره، په ټول افغانستان کې مرستندویه کارکوونکي په ژمنتیا سره خپل خدمت ته دوام ورکوي.

اوچا ویلي، د هغو کسانو یاد ته دی درناوی وشي چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، د هغو کسانو ملاتړ وشي چې لاهم خدمت کوي، او ډاډ ترلاسه شي چې په هر ځای کې بشردوستانه کارکوونکي کولی شي خپله دنده په خوندي توګه او له خنډ پرته ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي، ټام فلچر د دې ورځې د نمانځلو پر مهال زیاته کړه: "زموږ په بشردوستانه غورځنګ کې پرهر یوه کس برید، په حقیقت کې پر موږ ټولو برید دی."

اوچا لیکلي سږکال به د افغانستان نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا ولري او اوس هم د خوړو له کمښت، بې ځایه کېدو، اقلیمي ګواښونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.