بلاروس له امریکا سره د یوې لنډمهالې هوکړې له مخې د ۲۵ بندیانو د خوشې کولو بهیر پیل کړی، او امریکا به یې په بدل کې پر دوو بلاروسي شرکتونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
د امریکا ځانګړي استازي جان کول د چهارشنبې په ورځ په مینسک کې وویل، دغه هوکړه د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره تر خبرو وروسته شوې او د دواړو لورو ترمنځ د حسن نیت د ښودلو لپاره یو لنډمهالی اقدام دی.
د هوکړې له مخې، واشنګټن به د لاکوکراسکا او بیلېسبومپروم په نوم له دوو بلاروسي شرکتونو بندیزونه لرې کړي. کول وویل، دواړه لوري به د پاتې مسایلو د حل لپاره خبرو ته دوام ورکړي، او که پر ټولو جزیاتو توافق وشي، بلاروس به نور بندیان هم خوشې کړي او امریکا به نور بندیزونه هم لرې کړي. د بشري حقونو ویاسنا سازمان وايي، له وروستیو خوشې کېدو سره سره، لا هم په بلاروس کې له ۹۰۰ څخه ډېر کسان د سیاسي بندیانو په توګه ساتل کېږي.
خو د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو دا نه مني چې دغه کسان سیاسي بندیان دي. امریکا له تېر کال راهیسې له لوکاشینکو سره خبرې کوي او د بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې یې پر بلاروس یو شمېر بندیزونه نرم کړي دي.