د ملکیانو پر خوندیتوب د اروپايي ټولنې ټینګار
Your browser doesn’t support HTML5
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په کونړ او پکتیکا کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوال بشري حقونو د قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده. په همدې حال کې پاکستاني رسنیو د طالبانو لخوا د ډورن بریدونو خبر ورکړی خو طالبانو دا راپورونه رد کړي.