د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې ځانمرګي برید ۱۱ کسان ووژلي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د سړک پر غاړه د پولیسو پر یوې پوستې د چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر له چاودنې وروسته لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې دا برید د شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۶) شوی او ډیری قربانیان یې امنیتي ځواکونه او له سیمې تېرېدونکي خلک دي. د پاکستان تحریک طالبان (TTP) ډلې د دې برید مسؤلیت منلی دی.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د وسله والو بریدونو زیاتوالي شاهد چې د اکثریتو بریدونو مسولیت د تحریک طالبان او بلوڅو د آزادي غوښتونکي غورځنګ (BLA) لخوا منل شوي دي.

پاکستاني چارواکو په مکرر ډول افغان طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته له افغان خاورې څخه د عملیاتو اجازه ورکوي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې پر پاکستان د پولې هاخوا بریدونه ودروي.

د طالبانو چارواکو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی هیڅ ډلې یا فرد ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هیواد پر وړاندې وکاروي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالو له زیاتیدو وروسته، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې واشنګټن د "طالبانو د بریدونو" پر وړاندې د "پاکستان د دفاع د حق ملاتړ" کوي.

دا برید د افغانستان په سوېل لوېدیځه پوله کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له نښتو دوه ورځې وروسته شوی کوم چې پاکستاني چارواکو ویلي د افغان طالبانو لږ تر لږه ۱۳ غړي یې وژلي دي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د زیاتیدو وروستی مورد دی کوم چې د دې اونۍ په اوږدو کې د پاکستاني پوځ له خوا په افغان خاوره کې د هوایي بریدونو وروسته رامنځته شوې، هغه برید چې اسلام اباد ویلي د وسله والو پټنځایونه یې په نښه کړي.

دغو نښتو د دواړو هیوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې د رامنځ ته کیدو په هدف د چین، ترکیې، قطر او سعودي عربستان د منځګړیتوب هڅې له ګواښ سره مخ کړې دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG