د ایران د بشري حقونو سازمان په کرج کې د یوه افغان وګړي د اعدام کېدو خبر ورکړی

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې یو۴۲ کلن افغان وګړی تورات محمدي چې د "جاسوسۍ" په تور په مرګ محکوم شوی و، د کرج په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی. د دغه سازمان په وینا، محمدي د روان کال د سپټمبر په ۲۳مه اعدام شوی.

دغې ادارې په خپلې وېبپاڼې کې د دې خبر په خپرولو سره لیکلي چې محمدي د بلخ ولایت د مزارشریف اوسېدونکی او د څلورو ماشومانو پلار و. دی تر نیول کېدو مخکې، د ایران په قم ښار کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه.

د ایران د بشري حقونو سازمان د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې محمدي د ایران د سپاه پاسدارن له یوې اړوندې ادارې سره کار کاوه. د سرچینې په وینا، محمدي له دوو کلونو څخه په کمه موده کې نیول شوی او شاوخوا اوه میاشتې یې د سپاه پاسداران د استخباراتو په توقیف کې تېرې کړې دي.

دغې ډلې زیاته کړې چې محمدي بالاخره د جاسوسۍ په تور اعدام شو خو دا روښانه نه ده چې ایراني چارواکو هغه د کوم هېواد یا بنسټ لپاره د جاسوسۍ په تور نیولی او په مرګ محکوم کړی و.

د ایران د بشري حقونو د سازمان په وینا، محمدي د سزا له اجرا کېدو شپږ ورځې مخکې د کرج مرکزي زندان ته لیږدول شوی و. دا سازمان وايي چې سزا د هغه د کورنۍ له خبرتیا پرته اجرا شوه او هغه ته د اعدام څخه مخکې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د لیدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د ایران د بشري حقونو سازمان دا هم ویلي چې د دې خبر د خپرېدو تر وخته، د ایران قضایي چارواکو او دولتي رسنیو د محمدي د اعدام اعلان نه و کړی او د محاکمې د پروسې جزئیات او د هغه د قضیې اړوند اسناد خلکو ته په ډاګه شوي نه وو. امریکا غږ هم تراوسه پورې ددې راپور مستقله تائیدي نه ده ترلاسه کړې.
د محمدي د اعدام خبر په داسې وخت کې خپور شوی چې د ایران د بشري حقونو سازمان د جاسوسۍ اړوند قضیو کې د اعدام سزا د پلي کیدو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و.

د سازمان د احصایې له مخې، محمدي په ۲۰۲۶ کال کې په ایران کې د جاسوسۍ په تور شپاړسم اعدام شوی کس دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د ایران په زندانونو کې د افغان وګړو د اعدام په اړه نور راپورونه هم خپاره شوي دي.

د هنګاو د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۹ بندیان اعدام شوي چې له هغوی څخه پنځه یې افغان وګړي وو. د دې سازمان د راپور له مخې، د دغو اعدامونو څخه یوازې اوه د ایران د رسمي سرچینو لخوا تائید شوي دي.

د هغوی په منځ کې، ګل محمدي چې افغان تابعیت یې درلود د جولای په ۱۹مه د اصفهان په مرکزي زندان کې اعدام شو. هغه د تش په نامه د "علیخاني میدان" په قضیه کې له تورنو کسانو څخه شمېرل کېده.
د ایران قضايه قوې هم د هغه د سزا د اجرا کولو اعلان کړی و.

قائم حسيني چې په اريان هم مشهور و يو بل افغان تبعه او د همدې قضيې مدّعي عليه هم د اګست په ۲۰مه په اصفهان کې اعدام شو. د ايران د بشري حقونو سازمان هغه د دې قضيې په تړاو دویم اعدام شوی افغان تبعه بللی دی.