د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې په افغانستان باندې د پاکستان په تازه هوایي بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دوجاریک ویلی، "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) تایید کړې چې د اکټوبر په لومړۍ نیټې په کونړ او هلمند ولایتونو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان وو وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي ."
د ملګرو ملتونو ویاند خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "د ملګرو ملتونو ماموریت د تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو او د نړیوالو قوانینو د درناوي غوښتنه کوي ترڅو ملکي وګړو ته د لا زیات زیان مخه ونیول شي."
دوجاریک زیاته کړه، " سږکال په افغانستان کې د پولې هاخوا په وسله وال تاوتریخوالي کې د څه باندې ۱۱۰۰ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پېښې ثبت کړې دي."
اروپايي اتحاديې هم په یوې خپرې شوې اعلاميې کې پر افغانستان د پاکستان په هوايي بریدونو کې د بې گناه ملکيث وگړو پر مرگ ژوبلې خواشیني څرگنده کړې او لیکلي يې دي،'موږ په کونړ او هلمند کې په هوایی بریدونو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګندوو چې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان وو وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي."
اروپايی اتحاديې د افغانستان په اړه په اعلامیه کې زیاته کړې، "ټول لوري باید نړیوال قانون، په ځانګړې توګه نړیوال بشري قانون رعایت کړي، د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو ساتنه وکړي، او ملکي وګړو ته د زیان د مخنیوي لپاره ټول ممکنه احتیاطي تدابیر ونیسي".
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او ویې ویل چې د ملکي وګړو د وژلو لپاره هیڅ توجیه نشته او مسؤل کسان باید ځواب ویونکي وګرځول شي.
بینت پخپل ایکس پاڼې لیکلي، "ملکي وګړو، چې ډېری یې ماشومان وو، د وژل کېدو لامل شوي بل هوايي برید وروسته، د حساب ورکولو مسله خورا مهمه ده. ایا دا بې کفایتي ده، غفلت او که تر دې هم بدتره مسئله؟ هر څه چې وي، ملکي وګړو ته د داسې نه جبرانېدونکي زیان اړولو لپاره هیڅ توجیه نشته او داسې ښکاري چې دا کار د بشري حقونو او بشردوستانه نړیوالو قوانینو سرغړونه ده'.
د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د پاکستان وروستي هوایی بریدونه غندلي دي
هغه پخپل ایکس پاڼې لیکلي، "د پاکستاني هوايي بریدونو له امله یو ځل بیا ملکي وګړي، چې ګڼ شمېر ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. لکه څنګه چې په تېر کې مې ویلي، زه دا بریدونه په کلکه غندم. د بې ګناه افغانانو وژنه باید ودرول شي."
اسلاماباد ادعا کوي چې د دغو بریدونو پر مهال هڅه شوې، چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي، خو د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي عبدالمجید رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغو هوايي بریدونو کې ملکي کسانو هم مرګ ژوبله اوښتې ده
عبدالمجید وايي «یوه الوتکه راغله او هوايي برید یې وکړ. شاوخوا د سهار درې نیمې بجې وې چې زه له خوبه راویښ شوم. ښځو چیغې وهلې او ویل یې چې ماشومان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي. موږ بهر راووتلو و مو لېدل چې شپږ کسان وژل شوي وو چې څلور یې ماشومان وو، یو یې سپین ږیری و او بل یو ځوان و.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په دغه هېواد کې د ملکي وګړو د تلفاتو په تأیید سره، د جګړو د سمدستي درولو، د دواړو لورو د زغم او نړیوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.