د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پنځو کلونو کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا، فقر، خوړو ته محدود لاسرسی، ناروغۍ، وچکالي او د روغتیايي خدمتونو کمښت د دې بحران مهم لاملونه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د تغذیې د برخې تخنیکي مسوول، ډاکټر احمد شاکر ناصري، له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې هر کال له درې میلیونو ډېر تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ وو او په ۲۰۲۶ کال کې دا شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی. ناصري وویل: «افغانستان لا هم د خوارځواکۍ له یوې جدي او پراخې ستونزې سره مخ دی، په ځانګړي ډول د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې.»
د هغه په وینا، خوارځواکي په ټول افغانستان کې شته، خو په هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، دایکنډي، ارزګان، کندز او بغلان ولایتونو کې وضعیت په ځانګړي ډول سخت دی. ناصري وايي، دا ستونزه یوازې یو لامل نه لري، بلکې بېوزلي او کافي او مغذي خوړو ته نه لاسرسی یې له مهمو لاملونو څخه دي.
هغه وویل: «تر ټولو مهم لاملونه یې د خلکو فقر او بېوزلي، خوړو ته نه لاسرسی، او په ځانګړي ډول متوازنو او باکیفیته خوړو ته نه لاسرسی دی.»
د خوارځواکۍ بحران یوازې ماشومان نه دي اغېزمن کړي. د ناصري په وینا، له یو میلیون څخه ډېرې امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم له خوارځواکۍ سره مخ دي. هغه وايي، د مور خوارځواکي کولای شي داسې یوه کړۍ رامنځته کړي چې اغېزې یې له یوه نسل څخه بل نسل ته ولېږدول شي؛ خوارځواکې میندې کمزوري ماشومان زېږوي او د دې ستونزې اغېزې راتلونکو نسلونو ته هم رسېدای شي.
ناصري وویل، د افغانستان روغتیايي سیستم د خوارځواکۍ د درملنې ظرفیت لري، خو دا ظرفیت د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. هغه د طبي وسایلو، درملیزو موادو او په ځانګړي ډول د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت د خدمتونو پر وړاندې له مهمو ستونزو وباله.
دغه چارواکي د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی او وایي د افغانستان روغتیايي سیستم پر نړیوالو مرستو متکي دی. ناصري وايي، د درملنې ترڅنګ باید د خوارځواکۍ د مخنیوي پروګرامونه هم پیاوړي شي، څو ماشومان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او پر وخت درملنه ترلاسه کړي. هغه خبرداری ورکړ چې د روغتیايي پروګرامونو په تمویل کې نور ځنډ به په راتلونکې کې د دې بحران انساني او مالي لګښتونه زیات کړي.