ګوتیرش: د افغانانو ستنیدل باید خوندي او له وقار سره مل وي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش په اسلام آباد کې خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې له پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید داوطلبانه، خوندي او له وقار سره مل وي.

ګوتیرش ویلي،"ملګري ملتونه ژمن دي چې د خوندیتوب د اصولو د پلي کولو او د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر د داوطلبانه، خوندي او باعزته کېدو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه له پاکستان سره په ګډه کار وکړي".

سر منشي ګوتیرش پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا په تیرو دریو کلونو کې شاوخوا ۶.۵ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي ډېری افغانان د کار، عاید، خوراک، سرپناه او اساسي خدمتونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

پاکستان او ایران په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر چټک کړ دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په میلیونونو افغانان لا هم په دغو دوو هېوادونو کې پاتې دي.

ښاغلی ګوتیرش د( اکتوبر٦) د یو درې ورځنۍ رسمي سفر لپاره اسلام ‌آباد ته تللی.د سفر موخه د پاکستان له چارواکو سره د سیمه ییزو او بین المللي مسایلو، د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو، او د امریکا او ایران ترمنځ د دیپلوماتیکو هڅو په اړه خبرې دي.