یونیسف:د ماشومانو راتلونکی خوندي کړئ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف د نجونود نړیوالې ورځې په مناسبت په ییغام کې لیکلي چې د ډېرو نجونو لپاره، ماشومتوب د کم عمرۍ د ودونو او د هغو فرصتونو د له لاسه ورکولو له امله لنډېږي چې باید د دوی د شخصیت د ودې او جوړښت کلونه یې ځانګړي کړي وای.

یونیسف پخپل کلني راپور کې په خلکو غږ کړی چې " د ماشومانو د ودونو مخه ونیسئ، پر نجونو پانګونه وکړئ او د هغوی راتلونکی خوندي کړئ."

د پیغام په یوې برخې کې راغلي، "هره نجلۍ د ماشومتوب حق لري. حق لري چې زده کړه وکړي، وده وکړي، خوندي وي، خپل مهارتونه پیاوړي کړي او د خپل راتلونکي د جوړولو فرصت ولري"

د ملګرو ملتونو دې ادارې د معلواتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د نجونو په نړیواله ورځ، یونیسف په ټوله نړۍ کې له نجونو، کورنیو، ټولنو او شریکانو سره یوځای د نجونو او د هغوی د کورنیو د ځواک او مقاومت د لمانځلو په موخه ملګرتیا کوي؛ او په کم عمر کې د ودونو د پای ته رسولو لپاره د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي."

په افغانستان کې د (۲۰۲۲-۲۳) څو اړخیزو سروې گانو له مخې ، د ۲۰ څخه تر ۲۴ کلنۍ پورې د ښځو ۲۸.۷ سلنه یې له ۱۸ کلنۍ څخه مخکې واده شوې وې. په دې سروې کې دا هم راغلي چې د هېواد په ځینو برخو کې، له هرو دوو نجونو څخه یوه یې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې وه.

یونسف وايي، د ماشومانو واده د نجونو پر روغتیا او هوساینې ژورې اغېزې لري؛ د هغوی زده کړې ګډوډوي او راتلونکي فرصتونه یې محدودوي.

دا کار د تاوتریخوالي او ټولنیز انزوا (ګوښه کېدو) خطر زیاتوي او همدارنګه له وخت څخه مخکې امیندوارۍ او زیږون اړوند خطرونه هم لوړوي. په افغانستان کې د ۱۵ څخه تر ۱۹ کلنۍ پورې د نجونو ترمنځ د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه د امیندوارۍ اړوند مړینې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق راپور کاږي، د ماشومانو واده حتمي نه دی، په نړیواله کچه، په تېرو ۲۵ کلونو کې د نجونو پر زده کړو د پانګونې، قانوني اصلاحاتو او ټولنیز خوندیتوب له لارې د اټکل له مخې د ۶۸ میلیونه ماشومانو د ودونو مخه نیول شوې ده.

په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو مخنیوې په اړه د یونسف په وینا دغواقداماتو ته اړتیا لري:

١- د زده کړې لپاره د هرې نجلۍ د حق ساتنه ترڅو د زده کړې خوندي او باکیفیته فرصتونه او لارې چارې پراخې شي.

٢- د هغو نجونو د خوندیتوب او ملاتړ پیاوړتیا چې د ماشومتوب د واده له ګواښ سره مخ دي او یا ورڅخه اغیزمنې شوې دي.

٣- له زیان منونکو کورنیو او ټولنو څخه ملاتړ ترڅو هیڅ کورنۍ اړ نه شي چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د ماشومانو واده ته مخه کړي.

۴- د نجونو خبرو ته غوږ نیول او د هغوی لپاره په روغتیا، پوهنې او د خوندیتوب په خدماتو کې پانګونه کول.

یونسف لیکي، که څه هم یوازې پوهنه نشي کولی د ماشومانو د ودونو ستونزه پای ته ورسوي، خو په ښوونځي کې د نجونو ساتل د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره یوه له خورا اغېزمنو لارو څخه ده. له همدې امله، یونیسف (UNICEF) په افغانستان کې له واکمنو چارواکو څخه خپله غوښتنه تکراروي چې د شپږم ټولګي څخه پورته د تنکیو نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي. یونسف زیاتوي؛

"موږ همدارنګه د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو لپاره د کورنیو، ټولنو او سیمه ییزو ښکېلو اړخونو – په ځانګړې توګه د دیني او ټولنیزو مشرانو، د خدماتو وړاندې کوونکو او نړیوالې ټولنې – لخوا د ګډو اقداماتو غوښتنه کوو".

یونیسف وايي دوې به د ټولنو، سیمه ییزو شریکانو سره کار ته دوام ورکړي ترڅو د ماشومانو د ودونو مخه ونیسي او د خطر سره مخ نجونې خوندي کړي، د ځوانو نجونو، په شمول د ځوانو میندو، زده کړې، د ژوند مهارتونو، روغتیا، ساتنې او نورو اړینو خدماتو ته د لاسرسي ملاتړ کولو سره.

د ماشومانو د ملاتړ دې ادارې په پیغام کې لیکلي، د نجونو په دې نړیواله ورځ، راځئ چې د سالم ماشومتوب په ترویجولو، زده کړو ته د لاسرسي لپاره د پرله پسې هڅو او په افغانستان کې د هرې نجلۍ لپاره د فرصتونو د ملاتړ له لارې، د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو لپاره خپله ژمنه تازه کړو.