د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې سږنۍ موضوع "د کلیوالو ښځینه بزګرانو لخوا د مور، طبیعت پالنه" ده، دا ورځ د کلیواليو ښځو د هغو ورځنیو هڅو درناوی دی چې دوی یې ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یو بیان کې چې د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت يې خپور کړی لیکلي دي، کلیوالې ښځې د تخمونو، د ژوندي موجوداتو د تنوع په ساتنه، د اوبو مدیریت او د ویجاړو شویو ځمکو د بیا رغونې لپاره تل هڅې کوي.
په افغانستان کې د کلیو او بانډو اوسېدونکې ښځې د هېواد په کرنیز سکتور کې مهم رول لري. دوی د کښت له پیل څخه د حاصلاتو تر راټولولو پورې د کور له نارینه وو یا هم په مستقله توګه په دغه پروسه کې فعاله ونډه لري.
ممتاز یوسفزۍ چې د بزګرو ښځو د ټولنې مشري پر غاړه لري امریکا غږ ته وویل، د افغانستان نږدې ٨٠ په سلو کې کلیوالې میرمنې په کروندو کې کار کوي. هغه وايي د ٢٠١٨ کال راهیسې دې سره په ټولنه کې د کابل د شا و خوا سیمو سلګونه ښځې د زراعت په مختلفو برخو کې په کار بوختې دي.
په افغانستان کې کرنه لا هم دودیزه بڼه لري، ډېرې ښځې د حاصلاتو په راټولولو او پروسس کې کار کوي، خو د عصري ماشینونو نشتوالی، د دوی فعالیت محدود کړی دی. افغان بزګرانې د نړیوالو څخه د کرنې ، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې د ملاتړ او مرستو غوښتنه کوي.
د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې میشته بڼواله رقیبه وايي د کرنې او بڼوالۍ په ټولو چارو کې د خپل خاوند سره یوځای کار کوي.
نوموړې امریکا غږ سره په خبرو کې وویل د اقلیم د بدلون له کبله يې سږ کال د میوو حاصلات ښه نه وو . هغې د اوبو کمښت ، حاصلاتو لپاره د بازار او مالي ملاتړ نشوالی د عمده ستونزو په توګه یاد کړل او زیاته يې کړه،" له نړیوالو ادارو غواړو چې افغانې ښځینه بزگرانو سره په هره برخه کې مرسته وکړي مونږ مرستو او ملاتړ ته اړتیا لرو".
ملګري ملتونه وايي، د کلیوالو ښځو حقونه، سرچینې او د پریکړې کولو ځواک ډیری وختونه د دوی د ونډې څخه کم وي. کلیوالي ښځې د ځمکې، اوبو او طبیعي سرچینو څخه د کار اخیستلو عملي او وړ حقونو، مالي چارو سمبالښت، بازارونو، تکنالوژۍ، کرنیزو خدماتو ته مساوي لاسرسي، ښه کار، ټولنیز خوندیتوب او انعطاف منونکي زیربناوو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو په خپور شوي بیان کې ویلي، کلیوالي میرمنې باید د کرنې پالیسیو په جوړولو کې مرسته وکړي او پریکړه وکړي چې د اقلیم بدلون سره د مبارزې، حیاتي نوښتونو ساتنې او د ځمکې بیارغونې لپاره تمویل څنګه کارول کیږي. د دې ښځو رهبري باید په ژمنو، بودیجې او عمل کې منعکس شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره په حکومتونو، مالي ادارو، سوداګرۍ او پراختیایي شریکانو غږ کوي چې په مستقیم ډول په کلیوالي میرمنو پانګونه وکړي.
د کلیوالي ښځو لومړنۍ نړیواله ورځ د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱۵مه نېټه ونمانځل شوه، دا ورځ" مخکې له دې چې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو لخوا وپېژندل شي، له یوې لسیزې څخه د ډېرې مودې لپاره په ټوله نړۍ کې لمانځل کېده.
دا نېټه د خوړو د نړیوالې ورځې څخه یوه ورځ مخکې راځي، ترڅو د خوړو په تولید او خوندیتوب کې د کلیوالي ښځو رول روښانه او برجسته کړي. "د کلیوالي ښځو نړیواله ورځ" مخکې له دې چې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو لخوا وپېژندل شي، له یوې لسیزې څخه د ډېرې مودې لپاره په ټوله نړۍ کې لمانځل کېده.