ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې په وسله ‌والو شخړو کې په وژل شویو کسانو کې  هرڅلورم کس یوه ښځه یا نجلۍ وه

Afghan women

د «ښځو، سولې او امنیت» په اړه د یوه نوي راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په وسله ‌والو شخړو کې د وژل شویو ملکي وګړو له ډلې هر څلورم کس یوه ښځه یا نجلۍ وه.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې چارواکو، نیارادزای ګومبونزواندا او سارا هینډریکس، (د اکتوبر ۲۶مه) په نیویارک کې خبریالانو ته د "ښځو، سولې او امنیت" په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د کلني راپور په هکله معلومات وړاندې کړل.

د ملګرو ملتونو د ښځو په اداره کې اجرائیوي رئیس مرستیالې ګومبونزووانډا وویل: 'جګړه د ښځو، نجونو او ملکي وګړو لپاره ورځ تر بلې وژونکې کیږي، او نړۍ اجازه ورکوي چې دا کار وشي؛ په داسې حال کې چې د جګړې مخه نیول کیدای شي."

هغې وویل: 'تېر کال په وسله‌ والو نښتو کې له ۳۷۰۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي ووژل شول. له هرو څلورو تنو څخه یو یې ښځه یا نجلۍ وه. دا کچه د ۲۰۲۱ کال په پرتله دوه برابره شوې ده. هره ورځ لږ تر لږه ۲۵ ښځې او نجونې وژل کېږي.'

ګومبونزواندا وویل: "د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ملګرو ملتونو د شخړو اړوند جنسي تاوتریخوالي ۹۷۸۸ پېښې تایید کړې دي؛ دا شمېره د تېر کال په پرتله له دوه چنده زیاته او د ۲۰۲۲ کال په پرتله نږدې څلور چنده ډېره ده. او موږ پوهېږو چې اصلي شمېره تر دې خورا لوړه ده."

سارا هینډریکس، چې د ملګرو ملتونو د ښځو په اداره کې د پالیسۍ، پروګرام او بین الحکومتي برخې د رئیسې په توګه دنده ترسره کوي، وویل: "بې پیلوټه الوتکې (ډرونونه) او اوږد واټن ویشتونکې وسلې په زیاتیدونکې توګه خلک په نښه کوي. دوی خلک په هغو ځایونو کې په نښه کوي چې ښځې او نجونې پکې ژوند کوي؛ لکه په ښوونځیو، بازارونو او روغتونونو کې.

موږ باید د جنسیتي برابرۍ لپاره مالي سرچینې خوندي کړو. موږ اړتیا لرو چې په شخړو او کړکېچونو کې ښکېلو سیمه ییزو ښځینه سازمانونو کې په مستقیم او پایښت لرونکي ډول پانګونه وکړو او په دې برخه کې پرېکړې وکړو.

د ملگرو ملتونو د ښځو د برخې دا راپور پداسې حال کې خپریږي چې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د (اکټوبر۱۵) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپور خپور کړ، په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړو له امله په تېر یو کال کې ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱،۲۳۶ نور ټپیان شوي دي.

یوناما په دې راپور کې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د پولې پورې غاړې پېښې ثبت کړې دي.

ملگرو ملتونو ویلي، افغان میرمنې په غیر متناسب ډول د لسیزو وسله والو شخړو، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د واکمنۍ، روانو محدودیتونو، د پولې هاخوا تاوتریخوالي، بې ځایه کیدو او په پایله کې د بشري بحران څخه اغیزمنې شوې دي. د ملګرو ملتونو ادارې او د بشري حقونو ډلې دا وضعیت د نړۍ د ښځو د حقونو ترټولو سخت بحران په توګه بیانوي، چې ډیری وختونه د جنسیتي توکمپالنې په توګه مشخص کیږي.