افغانستان له زمبابوې لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله

افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شارجه کې د زمبابوې سره د دریو شل اوریزو سیالیو لومړۍ سیالي د ۳۷ منډو په توپیر وګټله

افغانستان او زمبابوې د کرکټ د شل اوریزو سیالیو درې سیالیو دپاره یو بل سره د شارجې په کرکټ میدان لوبې ترسره کوي . چې په لومړۍ سیالۍ کې زمبابوې د پچې ګټلو نه پس اول افغانستان ته توپ وهنې بلنه ورکړه . افغانستان په خپلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې.د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي اعجاز احمدزي په ۲۰ توپونو پنځوسیزه وکړه ، شاهد کمال ۴۶ او راشد خان چټکې ۳۰ منډې وکړې .

زمبابوې د افغانستان د ۱۷۷ منډو په تعقیب کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ۱۴۰ منډې وکړی شوې او لوبه ېې په ۳۷ منډو بایلوده . د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې فضل حق فاروقي د زمبابوې ۳ ، راشد خان ، مجیب الرحمن او عظمت عمرزي دوه دوه لوبغاړي وسوزول .

افغانستان او زمبابوې د شل اوریزو سیالیو دا لړۍ چې د افغانستان په کوربتوب شارجې کې ترسره کیږي دوه سیالي به ېې د اکتوبر په ۲۹ او دریمه او اخري سیالي به ېې د اکتوبر په دیرشمه وي . افغانستان دې نه مخکې د بنګله دیش او زمبابوې سره ترسره شوي درې اړخیزو سیالیو کې هم ټولې سیالۍ ګټلې او جام ېې په خپل نوم کړی و.