د افغانستان ښځو ته د ۲۰۲۶ کال د «چاتم هاوس» جایزه ورکړل شوه

د بریتانیا د نړیوالو چارو شاهي انستیتوت له لورې دا جایزه د سیستماتیک جنسیتي ځورونې پر وړاندې د افغان ښځو د زړورتیا او مبارزې د ستاینې په پار ورکړل شوې.

چاتم هاوس لیکلي، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو پنځه کاله وروسته، ښځې او نجونې په عامه ژوند کې له مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.

په داسې یوه وضعیت کې، په ټول افغانستان کې ښځو د خپلو حقونو او ازادیو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو په مقابل کې خپل مقاومت ته دوام ورکړی دی چې دې مقاومت په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د کېدونکي چلند او له عامه ژوند څخه د هغوی د ایستلو په اړه د نړیوالو پام اړولی دی.

د چاتم هاوس رئیسې او اجراییوي مشرې، برونوین مادوکس وویل: «د افغانستان ښځو د هغو سیستماتیکو هڅو پر وړاندې، چې موخه یې له زده کړې، کار او عامه ژوند څخه د هغوی ایستل وو، له ځان څخه فوق العاده زړورتیا او ټینګښت ښودلی دی.»

مادوکس زیاته کړې، د طالبانو د واک ته له بیا راستنېدو پنځه کاله وروسته، په ټول هېواد کې ښځې لا هم د خپل حذف کېدو پر وړاندې مقاومت کوي، د خپلو حقونو او د راتلونکو نسلونو د حقونو دفاع کوي، او د ښځو او نجونو لپاره هیله او فرصتونه ژوندي ساتي.

په چاتم هاوس کې د اسیا-پسیفیک د پروګرام همکارې څېړونکې، ډاکټر فرزانه شیخ وویل: «د ۲۰۲۶ کال د چاتم هاوس جایزه چې د افغانستان ښځو ته ورکړل شوې، په بشپړه توګه د دوی حق دی. دا جایزه د هغوی د مقاومت او دغه هوډ یوه نښه ده چې هېڅکله به د خلکو له یاد څخه ونه رسیږونه وځي.»

دا جایزه به د روان کال په وروستیو کې په چاتم هاوس کې په یوه ځانګړي مراسم کې ورکړل شي؛ ورسره به یو لیکل شوی سند هم وي چې د شاهي نړیوالو چارو انستیتیوت د سرپرست، پاچا لخوا لاسلیک شوی دی.

د چاتم هاوس د جایزې ورکول په ۲۰۰۵ کال کې پیل شوه.

چاتم هاوس جایزې لپاره رایه اچونه د دې انسټیټیوټ د غړو لخوا ترسره کیږي، چې مخکې له هغې د انستیتیوت کارکوونکي نوماندان وړاندیز کوي.

چاتم هاوس په لندن کې مېشت د نړیوالې پالیسۍ انستیتیوت دی، چې هدف يې جیوپولیټیک ننګونو او د نړیوالو ستونزو څیړل او ورته حل لارې موندل دي.

چاتم هاوس وايی دا کار د خپلواکو تحلیلونو او مشورو په وړاندې کولو، او د هغو خلکو او سازمانونو د غونډو په رابللو سره کوي چې کولای شي بدلون راولي.