بخښنې نړیوال سازمان: استرالیا دی د افغان ښځو ملاتړ لپاره له ډیپلوماتیک نفوذ څخه کار واخلي

د بخښنې نړیوال سازمان د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او ځورونې پر ضد ١٦ ورځینې کمپاین کې برخه واخلي.

د غه نړیوال سازمان د آسټرالیا پر حکومت غږ کړی چې د نړیوال قانون له مخې د جنسیتي توکمپالنې د پیژندلو ملاتړ لپاره له خپل ډیپلوماتیک نفوذ څخه کار واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د استرالیا پر حکومت ځکه د ١٦ ورځیني کمپاین د برخه کیدو غږ کوي چې ، د ۲۰ کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د یوې برخې په توګه، آسټرالیا په عامه توګه د افغان ښځو د پرمختګ ملاتړ کړی.

سازمان زیاتوي، داچې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو چټک وتلو ډیری ټولنې، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له جدي خطر سره مخ کړې نو د آسټرالیا حکومت اوس مسؤلیت لري چې له دې مسلې څخه مخ ونه ګرځوي.

دی نړیوال سازمان ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې، دوی په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړي دي؛ نجونې یې له ثانوي او پوهنتوني زده کړو منع کړي، له ډېری ډولونو دندې او کار څخه یې ایستلي، د تګ راتګ ازادي یې پرې محدودې کړې او په تدریجي ډول یې له عامه ژوند څخه لرې کړي دي نو ځکه دوې دا اقدام کوي.

د دبخښنې ړیوال سازمان لیکلي، "د وروستیو نړیوالو بحرانونو له امله، افغانستان د خبرونو له سرلیکونو او سیاسي اجنډا څخه لیرې شوی دی. موږ هڅه کوو چې د افغان ښځینه مشرانو، د بشري حقونو د مدافعینو، سیمه ییزو ټولنو، خپلو ملاتړو او نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار وکړو، ترڅو عامه پوهاوی لوړ کړو او له پریکړه کوونکو څخه د عملي ګامونو غوښتنه وکړو. له موږ سره مل شئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې هیڅ افغان ښځه یا نجلۍ هېره نه شي. "

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پرضد د ۱۶ ورځنیې نړیوال کمپاین د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې پورې دوام مومي.

دغه سامان وايي د دغه کمپاین له لارې دوې غواړي په افغانستان کې د جنسیتي تاوتریخوالي او ځورونې مسله د استرالیا د چارواکو مخې ته کیږدي او له دی طریقه نړۍ ته په افغانستان کې د چوپ کړاې شويو ښځو غږ پورته کړي.