د ایپک غونډه او د چین او روسیې له مشرانو سره د ولسمشر ټرمپ ملاقات

ولسمشر ټرمپ چین ته ورسېده.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د اپیک یا د اسیا پسفیک د اقتصادي همکاریو د مشرانو غونډه نن چهارشنبه (نومبر۱۸) د چین په شینژن ښار کې پیل شوه. ټاکل شوېده ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې غونډه کې له ګډون وروسته، سبا د چین او روسیې له ولسمشرانو سره وګوري.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ په ځايي وخت ماښام د چین شینژن ښار ته ورسید او هلته د چین د ولسمشر شي جن پینګ له تاوده هرکلي سره مخ شو.

تر دې وړاندې ویل شوي چې په دې غونډه کې به د اسیا پسفیک په سیمه کې د ازاد تجارت په پراختیا، پانګونو، د همکاریو په پراختیا، د آسیا پسفیک ټولنې په لور د مشترکو اقداماتو کول، د اکمالاتو په بهیر، ډیجیتلي اسعارو او نورو ګڼو اقتصادي مسایلو بحث وشي.

د APEC سرمشریزې له پیل څخه مخکې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا او مکسیکو له مشرانو سره دوه اړخیزې غونډې وکړې. د کاناډا په وینا، دواړو خواوو پر سوداګرۍ خبرې وکړې، په داسې حال کې چې مکسیکو وویل، دواړو اړخونو پر یوې ګډې اجنډا پرمختګ کړی دی. ټاکل شوېده ولسمشر ټرمپ سبا د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره دوه اړخیزه غونډه ولري او تر هغه وروسته به د چین او روسیې د مشرانو په لومړنۍ درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.

ولسمشر ټرمپ په دې دوه ورځنۍ غونډه کې له ګډون وروسته، د پنجشنبې په ورځ د چین او روسیې له ولسمشرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون کوي.

په شینژن کې د ولسمشر ټرمپ د هرکلي لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي وو. د چین ولسمشر شي جینپینګ هوایي ډګر ته د هغه د راتګ لپاره ورغلی وو او یو شمیر جنګي جت الوتکو هم په هوا کې نندارې ترسره کړې.

د شینژن اوسیدونکی جیفري ډینګ :« په حقیقت کې، دا زما لپاره یوه تاریخي شیبه ښکاري. زه اوسمهال په ماکاو کې د ماسټرۍ زده کړې کوم او دا چې نن مې درس نه درلود، ما له ماکاو څخه یوازې ددې لپاره سفر وکړ چې ولسمشر ټرمپ په خپلو سترګو ووینم. ما وکولای شول چې له څو ځایونو څخه یې ویډیو ثبت کړم او فکر نه کوم چې له هغه څخه تر ۱۰ مترو ډېر لرې وم. دا ښایي زما په ژوند کې لومړی ځل وو چې هغه ته ډیر نږدې وم. دا ډیر په ژره پورې وو.»

د شینژن یو بل اوسیدونکی ژانګ ونکیان وویل: « د هغه څه پر بنسټ چې ما اوریدلي دي، داسې ښکاري چې دا لومړی ځل دی چې هغه شینزین ته راغلی دی. موږ یوازې په تصادفي توګه دلته وو او نن له دې شېبې سره مخ شو. د دې بیانول ګران دي، خو داسې احساس کیږي لکه د لاټرۍ ګټل. احساس یې همدا دی.»

ولسمشر ټرمپ شینژن ته له سفر مخکې، په فلیپین کې د هغه هیواد له ولسمشر سره وکتل او ویې ویل چې له یاد هیواد سره یې ډیر ستر تجارتي تړون لاسلیک کړ.

ولسمشر ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او دفاعي همکارۍ په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې متحدو ایالتونو فلیپین ته د پوځي مالي مرستو د زیاتوالي ملاتړ کړی او له پنځه ملیارده ډالرو څخه د زیاتو پوځي وسلو د پلور منظوري ورکړې ده.