د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې په افغانستان کې ددغه سازمان او نورو غیر دولتي موسسو سره د افغانو ښځو پر کار بندیزونو او نورو محدودیتونو د هغوی پر ژوند ناوړه اغیز کړې ده.
دا راپور د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۷مې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د ۹۰ ادارو څخه تر لاسه شویو معلوماتو پر اساس جوړ شوی.
راپور وايي په دغو ادارو کې۷۲ ملي غیر دولتي موسسې ،چې ۶۲ یې د ښځو په مشرۍ اداره کیږي، ۱۰ نړیوالې غیر دولتي موسسې او د ملګرو ملتونو ۸ ادارې شاملې دي.
د ملګرو ملتونو د دې نوي راپور له مخې سره له دې چې د نویو رسمي لارښوونو په اړه د راپورونو کچه راکمه شوې، خو د بنسټیزو بشري اړتیاوو په عملیاتو کې د ښځو پر ګډون محدودیتونه لا هم په پراخه کچه شتون لري.
په بل خبر کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو کمېدل او د ملاتړو مرکزونو بنیدل په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیاتوي .
فرګوسن د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې او د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین د پیل په مناسبت دا اندیښنه څرګنده کړه.
دې سازمان له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتي چې د ښځو په مشرۍ د بنسټونو مالي ملاتړ ډېر کړي.
د هغې اعلامیې پر اساس، چې یوناما خپره کړې، فرګوسن ویلي:
"اقتصادي ستونزې، د اقلیم ناڅاپي بدلونونه ، پرله پسې بشري ناورینونو، د ښځو پر حقونو او ازادیو له زیاتېدونکو محدودیتونو سره یوځای شوي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر یې لوړ کړی دی."
هغې ویلي، د بشري مرستو د بودجې د کمېدو له امله هغه مهم خدمتونه له منځه ځي چې ښځې او نجونې ورته ډېره اړتیا لري.
د افغانستان لپاره داروپايي اتحاديې ادارې هم پخپل ایکس پاڼې په لیکلي متن کې د افغان ښځو څخه خپل ملاتړ څرگند کړی :
"د افغان ښځو او نجونو د هغو حقونو لپاره چې له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي، زده کړه وکړي، کار وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي، موږ په ګډه یوځای ولاړ یو. د هغوی غږ باید واورېدل شي، د هغوی ټاکنو ته باید درناوی وشي او د هغوی حقونه باید خوندي وساتل شي. اروپايي ټولنه د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ هره ورځ ولاړه ده."
د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین لړۍ د نومبر په ۲۵مه پیل شوې او د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې، به دوام وکړي.
په افغانستان کې د سږني کمپاین شعار یو موټی او پر خپل دریځ ټینګ د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ درېدل دی.