د الویرا بوټي په افغانستان کې د کوکنارو بل بدیل

الویرا یو طبي بوټی دی

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د کوکنارو پر ځای د زعفرانو او نورو بوټو ترڅنګ د الویرا د بوټي کرل هم په ترویج کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دُراني د دوشنبې په ورځ (تلې/میزان ۹) له مخدره موادو سره د مبارزې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې وزارت یې د کوکنارو د کرکیلې پر ځای د ګڼ شمیر نورو بوټو د معرفي کولو پر سر کار کوي.

د ښاغلي دُراني پر وینا، د کوکنارو پر ځای د زعفرانو د کرلو سربیره د افغانستان په یو شمیر وچو سیمو کې د الویرا د بوټي کرلو هم ښه نتیجه ورکړې ده.

هغه زیاته کړه "په روان کال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د هیواد په کچه د شنو خونو او ګلانو د ودې او پراختیا سربیره تصمیم ونیو چې د الویرا بوټی، چې هم د عوایدو او هم د اوبو د کموالي په وړاندې د مقاومت له پلوه، چې د موسم د بدلون له امله رامنځ ته شوی، یو مناسب بوټی دی او باید ورته ترویج ورکړل شي".

الویرا یو طبي بوټی دی، چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کیږي.

د ښاغلي دُراني پر وینا، د الویرا د بوټي کرلو په بادغیس، فراه او ننګرهار ولایتونو کې مثبته نتیجه ورکړې او د ترویجولو لپاره یې نن تړونونه لاسلیک شول.

هغه وویل، چې په فراه او بادغیس ولایتونو کې په امتحاني ډول د الویرا د بوټي کرل په دغو ولایتونو کې د کوکنارو د کرلو کچه صفر ته راټیټه کړې ده.

اوس هم په افغانستان کې د کوکنارو پر ځای نور بدیل بوټي لکه، پُنبه، زعفران، د نارنج ګل، ګلاب او نور ډول ډول تخمونه کرل کیږي.

د کوکنارو پر ځای د نورو بوټو د ترویجولو هڅې په داسې حال کې کیږي، چې تیرکال په افغانستان کې په ۳۲۸زره هکتاره ځمکو باندې کوکنار کرل شوي او ۹زره ټُنه اپین حاصل ترې پورته شوی دی.

د مخدراتو د کر او تولید دغه کچه په افغانستان کې بې‌سارې بلل شوې ده.