اسرائيل پر ایران د احتمالي برید خبرداری ورکړ

صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي که د اسرائیلو بقا وګواښول وشي، پر ایران به برید وکړي.

ښاغلي نتنیاهو وویل د داسې یوه هیواد پر وړاندې چې په ډاګه د اسرائیلو د له منځه وړلو خبرې کوي، هر ډول اقدام ته چمتو دی.

ایراني چارواکي په ډاګه د اسرائیلو د ولت د له منځه وړلو شعارونه ورکوي.

اسرائیل ویره لري چې ایران د اټمي وسلو د جوړولو تکل لري او تور لګوي چې ایران به د اسرائیلو په ضد اټمي وسلې وکاروي. ایران دغه تورونه بې بنسټه بولي.

صدراعظم نتنیاهو دغه راز وویل چې ایران د خپل واک د خپرولو په لړ کې سیمه بې ثباته کوي او له همدې کبله ګڼ عرب هیوادونو له اسرائیلو سره ګډ دریځ نیولی.

سعودي عربستان، متحده عربي امارات او ځیني نور سني عرب هیوادونه ایران د اورپکي شیعه ایزم په پاللو او خپرولو تورنوي او مخالفت یې کوي.‌

دا مهال اسرائیل یواځې له دوو عرب هیوادونو (مصر او اردن) سره دپلوماتیکي اړیکي لري خو هڅه کوي چې له نورو عربو هیوادونو سره هم دغه راز اړیکې پراخې کړي.