جنرال میلر په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان شو

افغانستان کې د ناټو نوی قومندان ډګر جنرال آستن سکاټ میلر

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومانداني د یکشنبې په ورځ (وږي ۱۱) د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول له جنرال جان نکلسن څخه ډګرجنرال آستن سکاټ میلر ته وسپارل شوه.

د دغو مراسمو لپاره په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو قوماندانۍ ته غځېدلې ټولې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وې.

د ناټو ځواکونو نوي قوماندان په دغو مراسمو کې وویل، چې لا هم د افغانستان د پرمختګ لپاره زیات فُرصتونه شته دي او دغه هیواد به بیا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.

ډګر جنرال میلر د افغانستان د جګړې د سیاسي حل لپاره پر تروریستي ډلو باندې پوځي فشارونه اړین وبلل او وې ویل "موږ تشخیص کړې ده، چې افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې لپاره پوځي فشار ضروري دی، موږ باید له خپلو افغان شریکانو سره په ګډه د امنیت په راوستلو کې همکاري وکړو".

له دې وړاندې جنرال جان نکلسن له ۲۰۱۶ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه دنده درلوده.

جنرال نکلسن په دغو مراسمو کې وویل، چې اوس د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدلو وخت رارسیدلی او یو شمیر طالبان هم سوله غواړي، خو هغوی جګړې ته هڅول کیږي.

جنرال نکلسن طالبانو ته په خطاب وویل "ټولې نړۍ تاسې د اوربند د وړاندیز منلو او بیا د سولې خبرو پیلولو ته وهڅولئ، حتا ستاسې خپل ولس له تاسې څخه غواړي، چې خپل اختلافات له سوله‌ییزو لارو چارو څخه په استفادې حل کړئ، د چا غږ ډیر مهم دی؟ د هغو بهرنیانو چې تاسې جګړې ته هڅوي او که د خپل ولس غږ مو چې تاسې سولې ته هڅوي".

هغه زیاته کړه، چې د بل هر وخت په پرتله اوسمهال له طالبانو سره د سولې خبرې نږدې شوي او په دې برخه کې د ناټو غړي هیوادونه د افغان حکومت له برنامو څخه ملاتړ کوي.

جنرال نکلسن له طالبانو څخه وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي.