په نیپال کې یوه الوتکه غورځېدلې او ۵۰ تنه مړه شوي

په الوتکه کې ۷۱ تنه سپاره وو

په نیپال کې چارواکي وایي د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لویدلو په پېښه کې لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه شوي دي.

پېښه د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۲) د نیپال د مرکز کتمندو د تریبووان په هوايي ډګر کې شوې ده.

رویټرز د هوايي ډګر د یو چارواکي راج کمار چیتري رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې له الوتکې څخه یې لږ تر لږه ۵۰ مړي ویستلي دي.

الوتکه د بنګلدېش له ډاکه څخه راغلې وه او د امریکا-بنګله شرکت الوتکه وه. د نیپال د پولیسو ویاند منوج نوپاني وايي چې الوتکه د یو خصوصي شرکت وه.

په الوتکه کې ۷۱ تنه سپاره وو، چې یو زخمیان دي. دالوتکې د غورځېدو علت لا معلوم نه دی خو ویل کیږي چې الوتکه په غلطې لیکې کې ښکته شوې وه.

تراوسه د ۲۱ نورو زخمیانو د وضعیت په اړه ډېر جزییات ورکړل شوي نه دي او د الوتکې د عملیې په اړه هم معلومات ورکړل شوي نه دي، خو راپور وايي چې نهه تنه ورک دي.