ملګري ملتونه د روهنګیايي کډوالو د وضعیت ارزونه کوي

لسګونه زره روهینګیايي مسلمانان بنګلدېش ته تښتېدلي دي

د میانمر په راخین ایالت کې د شخړو او تشدد له امله شاوخوا اوه سوه زره خلک مهاجر شوي دي.

د ملګروملتونو دا عالي رتبه پلاوی به د سه شنبې (می۱) به د راخین ایالت ته ورشي. د راپورونو پراساس په راخین ایالت کې تیرکال اګست میاشت کې اردو ډیر بی رحمه عملیات وکړل. د ملګروملتونو غواړي د همدغو عملیاتو ارزونه وکړي او د میانمر دا اقدام وارزوي چې د روهنګیايي اقلیت مهاجرینو بیرته ستنیدو ته څومره تیاری لري.

روهنګیايي اقلیت اکثریت مسلمانان دي او د نسلونو راهیسې په میانمر کې اوسیږي خو حکومت ورته د میانمر تابعت ورکول رد کړي. په راخین ایالت کې د اقلیت مسلمانانو په وړاندې د میانمر د اردو عملیات د ملګروملتونو لخوا د یو قوم له منځه وړل بلل شوي دي.

روهنګیایي بی ځای شوي کډوال پدې هیله دي که په میانمر کې خپلو کلیو ته ستانه شي.

د بشري حقونو اجرائیه رئیس کینت روت نن وویل چې پلاوی باید د راخین ایالت د وضعیت څیړنه وکړي او نتایج يي نړیوالې جنایي محکمې ته ولیږي. د ښاغلي روت په وینا هغه بشري جنایت چې د روهینگیا په وړاندې شوی په څرگنده ډیر جدي دی چې باید د نړیوالې جنایي محکمې له خوا تعقیب شي.

د روهنګیا شاوخوا اوه سوه زره کډوال په میانمر کې د نژادي اومذهبي تاوتریخوالي له امله ګاونډي هیواد بنګله دیش ته تښتیدلي دي. د بنگله دیش په کمپونو کې پراته، د روهینگیا په زرگونه مهاجر د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته د یوې احساساتي کتنې وروسته نن وویل که غوښتنې یې ومنل شي بیرته به میانمار ته ستانه شي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی چې د یکشنبې په ورځ یې له دغو کډوالو سره ولیدل ژمنه یې وکړه چې د روهینگیا د سلگونو زرو مسلمان کډوالو کړکیچ به حل کړي.د میانمر پوځ او بودايي سخت دریځه تورن دي چې د روهنګیا اقلیت پرضد يې فرقه يي زور زیاتی او تاوتریخوالی کړی دی. خو د برما/میانمر پوځ دا ادعا ردوي او وايي د روهنګیا اقلیت د هغو سخت دریځو پر ضد يې عملیات کړي دي چې پر پولیسو شویو بریدونو کې يي لاس درلود.