د لاس رسي وړ اتصالات

برما وايي د روهینګیا مسلمانان بېرته مني، خو مسلمانان شک لري


د برما حکومت ژمنه کړې چې مهاجر روهینگیایي مسلمانان به بیرته په هیواد کې ومني، خو په بنگله دیش کې میشت روهینگیایي مسلمانان وایي د میانمار په وعدو شک لري.

څه دپاسه نیم میلیون روهینگیایي مسلمانان د اگست د ٢٥ راپدیخوا د راخین په ایالت کې د برمایي پوځیانو د عملیاتو له وجې بنگله دیش ته تښتیدلي دي.

ملگرو ملتونو په راخین ایالت کې د برما د پوځ عملیات سخت غندلي او دا کار یې قومي تصفیه گڼلې ده. خو د برما حکومت له نژادي تصفیې انکار کړی او ویلي یې دي چې دوی د روهینگیایي ترهگرو پر ضد جنگیږي چې پر امنیتي قواو بریدونه کوي.

بنگله دیش او برما د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د مهاجرو د بېرته ستنیدو پر یو پلان کار وکړي او د برما د حکومت یو ویاند تائید کړه چې دوی به هغه اسناد ومني چې د مهاجرو هویت څرگندوي. خو د بنگله دیش د مهاجرو په کمپونو کې میشت روهنگیایي کډوال د برما دا خبره خندنۍ گڼي.

د بنگله دیش د بهرنیو چارو وزارت یو مقام د رویترز اژانس ته ویلي دي چې اکثر روهینگیایي مهاجر اسناد نه لري نو د برما حکومت باید د مهاجرو د بریته ستنولو په پروسه کې انعطاف منونکې اوسي. د برما د حکومت ویاند زاو هتای وایي د ١٩٩٣ کال د موافقې له مخې حتی په روغتون کې د زیږدینې سند هم کفایت کوي چې د مهاجرو هویت تثبیت شي، خو دا کار باید یواځې برما وکړي نه بنگله دیش.

د برما د کړکیچ ریښې د بودایي اکثریت له لورې اقلیت مسلمانانو ته د تابعیت په نه ورکولو کې پرتې دي. د برما بودایان که د روهینگیایي مسلمانانو سره دښمني ونه لري نو لږ تر لږه د هغوی سره همدردي هم نه لري او هغوی د بنگله دیش نه غیر قانوني رامهاجر شوي وگړي گڼي.

روهینگیایي مسلمانان ډاریږي چې که دوی برما ته د بیرته تللو ضروري اسناد هم ولري هغوی ته به په هغه هیواد کې تابعیت ور نه کړل شي او بیا به هم کلونه کلونه تر تعقیب لاندې ژوند کوي.

د ملگرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د برما له حکومت غوښتي چې روهینگیایانو ته تابعیت ورکړي او هغوی بې وطنۍ نه وژغوري.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د چارو کمیشنر فلیپو گراندي د ژنیو په یوه غونډه کې ویلي چې د تابعیت نه ورکول د روهینگیایانو پر وړاندې د توپیري سیاست او محرومیت عمده لامل دی.

د بشري حقونو ډلې وایي د راخین ایالت په شمال کې د روهینگیایانو د ۴٠٠ کورنو له نیمایي زیات سوزول شوي دي.

برمایي چارواکو ویلي دي چې دوی هغو روهینگیایي ډلو ته چې له سیمې تښتې ډاډ ورکړی دی، خو هغوی نشي کولای هغوی چې تابعیت نلري د هیواد نه له وتلو منع کړي.

XS
SM
MD
LG