یوناما د افغانستان د پارلماني انتخاباتو لپاره ټینګ امنیت غواړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د امنیت د ساتنې مسولیت لري او ټینګار یې کړی، چې په دې برخه کې دې بشپړ چمتوالی ونیول شي.

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په یو بیان کې، چې د پنجشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۹) خپور شوی ویلي، چې افغانان باید له ویرې، ګواښ او خنډ پرته په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپل استازي وټاکي.

هغه ویلي "بشپړ امنیت ته اړتیا ده تر څو زیات نه زیات د رایې ورکولو مستحق وګړو ته د خپل قانوني حق کارولو زمینه برابره شي".

ښاغلي یاماموتو د کاندیدانو د کمپاین پر غونډو باندې وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي "په رایه ورکوونکو، نوماندانو یا د ټاکنو په چارواکو هر ډول تاوتریخوالی یا ډار په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی".

یوناما په داسې حال کې د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د امنیت په ساتنې ټینګار کړی، چې د تلې په ۱۶مه وسله والو طالبانو په یو بیان کې خپلو جګړه مارانو ته د انتخاباتو پر امنیتي کارکوونکو او چارواکو باندې د بریدونو امر کړی دی.

په دغه بیان کې طالبانو را روان پارلماني انتخابات "دوکه" او "فریب" بللی او د بریدونو له لارې یې د دغو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی دی.

امنیتي تدابیر

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنیت په اړه خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي، چې ۵۴ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره توظیف کړي دي.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو روابطو مشاور بهار مهر امریکا غږ – آشنا ته وویل، د انتخاباتو د ترسره کولو د امنیت لپاره منظم پلان چمتو شوی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د انتخاباتي کمیسیونونو د دفترونو او غړو، د رایې ورکونې د مرکزونو او د ګودامونو د امنیت ساتنې لپاره لازم تیاری نیولی دی.

هغه زیاته کړه "د کاندیدانو د کمپاین، د ملي او نړیوالو ناظرینو او د رایې ورکولو د ورځې د امنیت تامینول، په مصون ډول ولایتونو ته او بیرته له ولایتونو څخه مرکزونو ته د صندوقونو انتقال او په مجموع کې د رایې ورکولو د ۵۱۰۰ مرکزونو د امنیت ساتل، چې ځواکونه په کې له وړاندې ځای پر ځای شوي دي، دا د هغو ګډو هڅو یوه برخه ده، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي پولیس په کې د امنیت د تامینولو مسول دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د امنیت تامینولو ته لازم چمتوالی لري او له دې لارې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو".

د ښاغلي مهر پر وینا، د انتخاباتو په ورځ به د رایې ورکولو د هر محل اړتیاو ته په پاملرنې سره، هلته په هماغه اندازه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي.

دغه راز د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د انتخاباتو د امنیت تامینولو لپاره یې، په ناامنو سیمو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په ضد خپل یرغلیز عملیات ۳۶ فیصده زیات کړي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د تلې میاشتې په اته ویشتمه د رایې ورکولو په ۵۱۰۰ مرکزونو کې ترسره شي.

له دې وړاندې د رایې ورکولو په څه باندې ۷زره مرکزونو کې د انتخاباتو د ترسره کولو اټکل شوی وو، خو د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د امنیتي ګواښونو له امله به شاوخوا ۲زره مرکزونه د انتخاباتو په ورځ تړلي وي.