افغانستان، کرکټ او د بري هیلې

<!-- IMAGE -->

په غرب الهند کې د کرکټ د شلو اورونو نړیواله لوبه روانه ده. په دغو اتلولیو کې سږ کال یوه حیرانوونکې خبره دا ده چې افغانستان پکې برخه لري.

د شنبې په ورځ افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د هند په خلاف وکړه او ویې بایلله.

راتلونکې چهارشنبې د افغانستان له پاره سرنوشت سازه روځ ده. افغانستان به د جنوبي افریقا په خلاف میدان ته وځي. که یې وگټي دوهم پړاو ته رسیږي او که یې وبایلي نو له ټورنمنټ څخه به وایستل شي.

سږکال د کرکټ د شلو اورونو په دغه نړیوال تورنمنت کې د نړۍ له گوټ گوټ څخه دولس ټیمونه لوبه کوي. دا ددغه ډول کرکټ لوبې شلم نړیوال کپ دی. په دغه لوبو کې افغانستان یو نوی نوم دی چې اضافه شوی دی.

افغانستان که څه هم چې د څه دپاسه درې لسیزو راهیسې جگړو ځپلی دی، خو د کرکټ د بیټ غږ په کې د وسلو تر اواز اوچت دی. په حقیقت کې د سپورت سره د ملت مینه او وسواس دومره پیاوړي دي چې طالبانو هم دا سپورت بند نه کړ، لکه د گډۍ الوزول یې چې بند کړي وو.

خو د طالبانو د منلو سره سره د افغاسنتان د ملي ټیم بیټس من رئیس احمد زي د امریکا غږ ته ویلي چې د هیواد روان تاو تریخوالی دغه سپورت تهدیدوي او هغوی یې دې ته اړ کړی چې خپل زیات وخت په پیښور کې تیر کړي.

<!-- IMAGE -->

رئیس احمدزی: "دا مونږ ته دیره سخته او ستونزمنه ده. اکثر وخت مونږ پیښور ته سفر کوو، او ځنی وخت دا سفر ډیر خطرناک وي".

اکثر افغان لوبغاړو دغه سپورت په پاکستان کې د کډوالو په کمپونو کې زده کړی دی.

د ملي ټیم غړی محمد نبي چې هم بولینگ کوي او هم بیټینگ، وایي په هیواد کې د تاوتریخوالي او د سمو امکاناتو د نشتوالي په وجه لوبډله خپل زیات وخت په پاکستان او په کوربه هیوادونو کې تیروي.

محمد نبي: "له تورنمنت دمخه، مونږ د یوې میاشتې یا شل ورځو لپاره قرانتین کیږو او بیا مونږ تمرینونه کوو".

<!-- IMAGE -->

د افغان کرکټ بورد مامورینو د امریکا غږ ته ویلي چې دوی د نړیوالې ټولنې، خصوصي مرسته کوونکو او پلویانو مالي مرستو ته اړتیا لري.

یو نیم کال دمخه دوی په کابل کې یو ستدیوم جوړ کړ کوم چې د ښار د فټبال د ستیدوم چې د طالبانو په وخت کې د اعدامونو صحنه وه او د خټینو کورونو ترمنځ موقیعت لري.

په پاکستان کې د کډوالو په کمپ کې زیږیدلی افغان ځلمی، اسماعیل ابراهیم اوس هم هلته اوسیږي.

کله چې هغه د کابل ستدیوم ته راغی په ویاړ سره یې هغه سند وښود چې د کرکټ په لوبه کې د هغه د مهارت او تجربو ښکارندوی دی. هغه وایي هیله من دی چې په پاکستان کې د هغه تمرینونه ددې سبب شي چې د افغاسنتان د نولس کالو لاندې ځوانانو په لوبډله کې شامل شي.

اسماعیل ابراهیم: "زه د کرکټ سره مینه لرم. او ځکه دلته راغلم چې غوښتل مې هیواد ته یو څه تر سره کړم".

<!-- IMAGE -->

رئیس احمد زی وایي د کرکټ دیپلوماسۍ مرسته کړې چې د افغانانو د نرم چلند انځور نړیوالو ته څرگند شي.

رئیس احمدزی: "په ورځپاڼه کې یوه لیکنه تر سترگو کیږي. نوی افغاني اردو. نو دا ددې معنی لري چې مونږ دا کار د سولې لپاره کوو. او مونږ د نړۍ سره ښه اړیکې غواړو. او غواړو چې خپل هیواد ته یو خاص خدمت وکړو".

د کرکټ د لوبې یو شمیر کارپوهان وایي، افغانان ددې لیاقت او چانس لري چې د کارابین په شلم نړیوال تورنمنت کې د نړۍ یو شمیر مشهورو ټیمونو ته ماتې ورکړي.

خو د دومره ډول ډول خنډونو وروسته، افغان لوبغاړي وایي، دغې معتبر تورنمنت ته رسیدل، پخپله یو بریالیتوب دی.