د خیبر پښتونخوا د سوات درې د مینګورې ښار اوسیدونکی مهران خان وایي په انټرنیټ کې د یوې څو ثانیو ویډیو خپریدل یې ټول ژوند وربدل کړ.
مهران خان د خپل یوه ملګري سره له دفتره د کور په لور په موټر سایکل روان و او پداسې حال کې یې توپ کیچ کړ چې د سړک په خوا کې په جوړ شوي لوبغالي کې د سوات غوره لیګ یوه لوبه روانه وه.
اوه ویشت کلن مهران خان چې په یوې حکومتي ادارې کې مامور دی وایي کله یې چې توپ وهونکی ولید چې شپږیزه یې ووهله او توپ له میدان څخه د باندې سړک لور ته روان و نو د خپل ملګري څخه چې موټر سایکل یې چلاوه او دی یې تر شا ناست و، وغوښتل چې خپل سر یو څه ټیټ کړي تر څو دی وکړی شي دا توپ ونیسي.
" له دفتره کورته په موټر سایکل روان وم. هیڅ مې خیال کې هم نه راتلل چې زه توپ ونیسم. د سوات غوره لیګ یوه لوبه روانه وه. توپ وهونکي توپ وواهه او ما وکړی شو پداسې حال کې توپ ونیسم چې په موټر سایکل سپور وم. تر کیچ وروسته زما ژوند ډیر بدل شوی. هر څوک مې دروي او انځور راسره اخلي او انعامونه هم راکړل شوي".
د خان دا ویډیو په ټولنیزو شبکو کې زښته ډیره لاس په لاس شوه. دا ویډیو په لومړي سر کې د ټیک ټاک یوه ځایي کاروونکي ثبت او خپره کړه خو دومره مشهوره شوه چې آن د اسټرالیا د کرکټ یو پخواني لوبغاړي او په نړیواله کچه نوموتي تیز توپ اچوونکي، بریټ لي هم د فیس بوک په ټولنیزه شبکه کې خپره کړله.
مهران خان وایي د توپ نیولو څخه وروسته بیرته د لوبې میدان ته ستون شو او د سوات غوره لیګ تنمظیمونکو ورته لس زره پاکستانۍ کلدارې انعام ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا توپ به بیرته ده ته ورکړل شي تر څو د یادګار په توګه یې د ځان سره وساتي.