د واتیکان لپاره د امریکا سفیر: د ټرمپ د ادارې او پاپ ترمنځ 'ژور درز' نشته

د واتیکان لپاره د امریکا سفیر وایې فکر نکوي چې د ټرمپ ادارې او پاپ لیو څوارلسم ترمنځ «ژور درز» وي.

د واتیکان لپاره د امریکا سفیر د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه دا خبره نه مني چې د ټرمپ ادارې او پاپ لیو څوارلسم ترمنځ «ژور درز» شته.

د سفیر براین برچ څرګندونې څو ورځې مخکې له هغې شوې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د واتیکان او ایټالیا سفر ته چمتو کېږي. برچ وویل چې د روبیو او پاپ ترمنځ خبرې به دواړو خواوو ته دا فرصت برابر کړي چې «یو بل ښه درک کړي» او د هر ډول اختلافاتو په اړه بحث وکړي.

هغه وویل: «هېوادونه اختلافات لري، او د دغو اختلافاتو د حل یوه لاره د ورورولۍ او رښتیني خبرو اترو لاره ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روبیو به د پاپ لیو سره په خپلو خبرو کې «د منځني ختیځ وضعیت او په لوېدیځه نیمه کره کې ګډې ګټې» وڅېړي. پاپ له هغه راهیسې چې متحده ایالاتو او اسراییلو د فبرورۍ په وروستیو کې پر ایران بریدونه پیل کړل، څو ځله د سولې او خبرو اترو غوښتنه کړې، چې دا کار د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له انتقاد سره مخ شوی دی.

پاپ لیو د اپرېل په ۱۳مه وویل: «ډېر بېګناه خلک وژل کېږي. ځکه دا جګړه باید ودریږي او ددې لپاره یوه غوره لاره هم شته.»

ددې خبرو یوه ورځ مخکې، ټرمپ په خپل ټروت سوشیل کې ویلي وو چې پاپ «د جرمونو په وړاندې کمزوری دی، او د بهرنۍ پالیسۍ لپاره ډېر خراب دی.»

روبیو به د خپل دوه ورځني سفر پر مهال په ایټالیا کې له مشرانو سره هم وویني.