د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د کاتولیک مسیحیانو پر مشر نیوکه وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ - د کاتولیکو مسیحیانو مشر، پاپ لیو
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ - د کاتولیکو مسیحیانو مشر، پاپ لیو

د کاتولیکو مسیحیانو مشر پاپ لیو وايي چې هغه به د جګړې پر ضد خپل غږ پورته کړي. دا وروسته له دې و چې ولسمشر ټرمپ هغه د جرم او اټومي وسلو په اړه "کمزوری" وباله.

وروسته له هغې چې د کاتولیکو مسیحیانو مشر پاپ لیو څوارلسم د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیوکو سره مخ شو، هغه ویلې چې دی به “د جګړې پر ضد په لوړ غږ خپلو خبرو ته دوام ورکړي”، او دا یې هم ویلي چې د هغه څرګندونې د چا پر ضد برید نه دی.

الجزایر ته د سفر پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې، پاپ لیو وویل چې هغه به د سولې او خبرو اترو د ترویج هڅه وکړي، او هېوادونه به وهڅوي چې د ستونزو د حل لپاره په ګډه سره کار وکړي.

پاپ لیو د دوشنبې په ورځ وویل: “نن په نړۍ کې ډېر خلک کړېږي. ډېر بې‌ګناه خلک وژل کېږي. او زما په اند، باید یو څوک ودریږي او ووایي چې د دې کار لپاره یوه غوره لاره هم شته.”

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشیل پلیټفارم کې وویل چې هغه داسې پاپ نه غواړي چې د امریکا پر ولسمشر نیوکه کوي.

هغه پاپ لیو “د جرم پر وړاندې کمزوری”، “د اټومي وسلو په برخه کې کمزوری”، او “د بهرنۍ پالیسۍ لپاره ناوړه” وباله.

ولسمشر ټرمپ دا وړاندیز هم وکړ چې پاپ لیو، چې لومړنی امریکايي پاپ دی، یوازې ځکه ټاکل شوی چې د کاتولیکې کلیسا فکر کاوه دا به د ټرمپ سره د چلند لپاره تر ټولو ښه لاره وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG