د امریکا د پوځ یو لوړپوړي قوماندان په جده کې د سعودي له ولیعهد سره کتلي

د سعودي عربستان رسنیو خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر براد کوپر په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي دي.

د سعودي دولتي خبري اژانس اعلان وکړ چې محمد بن سلمان د دوشنبې په ورځ [سپټمبر په ۱۴مه] د کوپر سره وکتل.

دا غونډه په داسې یو وخت کې شوې چې په سیمه کې تحولات مخ په زیاتېدو دي او د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر اهدافو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، محمد بن سلمان او براد کوپر د سعودي عربستان او متحدو ایالتونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ، سیمه ییزو تحولاتو، د تاوتریخوالي کمولو او د امنیت او ثبات د پیاوړي کولو په اړه خبرې کړې دي.

باخبره دریو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې محمد بن سلمان د حوثیانو سره د مبارزې لپاره د متحدو ایالتونو له ولسمشر نه د مرستې غوښتنه کړې وه.

حوثیانو د سعودي عربستان پر ښارونو او د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي او د سره سمندر له لارې د باب المندب تنګي په لوري یې خپل پرمختګ چټک کړی.

په داسې حال کې چې د حوثیانو او د یمن د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه په بېلابېلو جبهو کې په شدت روانه ده، حوثیانو ویلي چې د سعودي جنګي الوتکو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د یمن په شپږو ولایتونو کې ۵۸ هوايي بریدونه کړي دي.

تازه شخړې په منځني ختیځ کې د جګړې دویم ډګر شمېرل کېږي او د سعودي د تېلو د صادراتو او نړیوالو سمندري انتقالاتو په اړه یې اندېښنې راپورته کړي دي.