د اروپايي ټولنې یوې جګپوړې چارواکې د دوشنبې په ورځ وویل چې باید د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارولو باندې محدودیتونه ولګول شي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزیلا وان ډرلاېن وویل، ماشومان باید په تدریجي ډول او د عمر له مخې ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی ومومي.
هغې زیاته کړه چې تر دریو کلونو لاندې ماشومان باید هېڅ ډول سکرین یا برېښنایي وسایلو ته لاسرسی ونه لري.
وان درلاین وویل: «لکه څنګه چې موږ خپلو ماشومانو ته د موټر چلولو جواز تر ترلاسه کولو مخکې د موټر کیلي نه ورکوو او یا هم تر قانوني عمر مخکې د الکولي مشروباتو اخیستلو اجازه نه ورکوو، همداسې باید د ټولنیزو رسنیو د کارولو لپاره هم د عمر حد وټاکل شي.»
د ماشومانو د انلاین خوندیتوب لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې کمېټې سپارښتنه کړې چې تر ۱۳ کلنۍ کم عمره ماشومان باید ټولنیزو شبکو ته محدود لاسرسی ولري، تر هغه چې ټکنالوژۍ شرکتونه ثابته نه کړي چې د دوی شبکې د ماشومانو لپاره خوندي دي.
تر اروپا وړاندې استرالیا، بریتانیا، ترکیه او اندونیزیا د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د کارولو په اړه نوي محدودیتونه وضع کړي دي.