ولسمشر غني: د اباسین پر قاتلانو به عدالت تطبیق شي

ولسمشر غني وايي چې هغه د اباسین پر قتل سخت دردېدلی دی.

د جمهوري ریاست په اعلامیې کې ویل شوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د اباسین پر قتل " سخت خواشینی" شوی دی. د ارګ اعلامیه وايي چې ولسمشر غني اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارښتنه کړې ده، چې د هغه پر " قاتلانو" دې عدالت تطبیق کړي.

د اعلامیې له مخې ولسمشرد اباسین "پلار ته تیلفون کړی او خپله خواشیني یې څرګنده کړې ده." د ارګ په ټویټر کې هم په انګلیسي ژبې د ښاغلي غني دا خبرې خپرې شوې دي.

اباسین یو افغان ماشوم و، چې څه موده مخکې د کابل په نوي کارته کې وتښتول شو او د راپورونو له مخې بیا یې له کورنۍ نه ۱۰۰زره ډالره وغوښتل شول.

کورنۍ یې وایي هغوی دومره پېسې نه درلودې، چې خپل زوی پرې راخوشې کړی وای، تښتوونکو بیا د اباسین د چپ لاس وړه ګوته پرېکړه او ګواښ یې وکړ، که پېسې ورنکړل شي، هغه به ووژني، چې همداسې یې وکړل.

په ټولنیزو رسینو کې هغه ویډیوګانې هم خپرې شوې، چې اباسین په کې د اختطافچیانو سره دی او له خپلې کورنۍ غواړي، چې د تښتونکو غوښتنه ومني او هغه خلاص کړي.

د کابل پولیسو په دې تور ځیني کسان ونیول، چې بیا له پلټنو وروسته د اباسین مړی د کابل د بتخاک په سیمې کې وموندل شو.

د اباسین " قاتلانو ته " د مرګ غوښتلو په خاطر په کابل کې سلګونو کسانو مظاهر وکړه، یو مظاهره کوونکي د امریکاغږ اشنا ته وویل که یې غوښتنې ونه منل شي، د هېواد په نورو سیمو کې به هم مظاهرې وکړې.

د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو هم تر دې عنوان لاندې چې " د اباسین لپاره عدالت غواړو " پراخ کمپاین پیل کړی دی.

که څه هم دا په افغانستان کې د انسان تښتونې او وژنې لومړنۍ پېښه نه ده، خو مدني فعالان او د ټولنیزو رسنیو کارکوونکي وايي که د دې ډول اختطافونو مخه ونه نیول شي، "هر بل افغان او افغان ماشوم" د اباسین له برخلیک سره مخامخ کېدی شي.