د کابل د ۲۰۲۱ کال کې د هوايي ډګر مخې ته د داعش د ځانمرګي برید یو عامل د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب۱۵) د متحدو ایالتونو د ویرجینیا د الګساندریه په ښار کې محکمې ته وړاندې کړل شو.
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت ویلي، چې مظنون محمد شریف الله نومېږي او د کابل د برید تر څنګ د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د مسکو او په ځینو نورو ترهګریزو بریدونو کې یې هم خپل لاس لرل تائید کړي دي.
شریف الله ویلي دي چې «بریدګرو ته د کلاشینکوف او نورو وسلو د کارولو د څرنګوالي» په اړه ویدیويي معلومات ورکړي دي.
نوموړي ویليدي چې هغه ته دنده سپارل شوې وه، چې تر برید مخکې د کابل سړکونه وګوري او بیا یې د تیلیفون له لارې داعش ډلې ته معلومات ورکړي وو چې بیا بریدګر راغی او برید یې وکړ.
نوموړي ویلي دي چې ځانمرګی بریدګر یې د زندان له وخت راهېسې پېژنده.
دا ځانمرګی برید د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ نېټه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوایي ډګر مخې ته وشو، په برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او څه باندې ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو او مسولیت یې هم د داعش ډلې اخیستی و.
امریکايي چارواکو په ویرجینیا کې شریف الله ته مدافع وکیل نیولی او همدغه راز ژباړن یې هم ورته ټاکلی دی.
نوموړي په محکمې کې د بې ګناهۍ او ګناه کوم اظهار ونه کړ، قاضي وویل چې د دوشنبې په ورځ به بیا همدغې محکمې ته وړاندې کړل شي.
امریکايي مقامات وایي د داعش ډلې دغه غړی، چې د پاکستاني مقاماتو له لوري نیول شوی، د چهارشنبې په سهار متحدو ایالتونو ته انتقال کړل شوی دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په شپه کانګرس ته د خپلې وینا کې د دغه کس د نیولو او امریکا ته یې د انتقال په اړه خبر ورکړ. ټرمپ وویل: «خوښ یم چې نن شپه د هغه ترهګر نیول کیدل اعلان کړم چې د (کابل په هوایي ډګر کې) د ظالمانه برید عمده مسؤل و. هغه همدا اوس دلته په لار دی چې د امریکا د تیرې تورې عدالت سره مخامخ شي. د پاکستان حکومت څخه مننه کوم چې ددې شخص په نیولو کې یې مرسته کړې.»
شریف الله، «یو داسې سازمان ته، چې ترهګریز نړیوال سازمان بلل کېږي، د تامین، توطیې او مادي سرچېنو په برابرولو تورن شوی، چې اعمال یې» د مرګ سبب کېدای شي.
په دغه راپور کې د فرانس پرس له معلوماتو څخه استفاده شوې.