اڅکزی: ټول پښتانه دې د افغانستان تابعیت واخلي

محمود اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي په کویټې کې د ډیموکراسۍ د شهیدانو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د پاکستان پښتانه دې د افغانستان پاسپورټ هم واخلي.

هغه په خپله وینا کې وویل "زه خو یې نه شم جوړولی، زه به یې جوړوم ، زما د سیاست سره کار دی. خو تاسو ټول به د افغانستان پاسپورټ جوړوئ".

اڅکزي پخپلو خبرو کې وویل چې دا ټوله ځمکه د پښتنو وطن دی، او پدی به خامخا پښتونستان جوړیږي.

ښاغلي اڅکزي په خپله وینا کې هغه پاکستانیان یاد کړل چې د دوو ملکونو تابعتونه لري. هغه وویل"دیارلس لکه پاکستانیان د لندن پاسپورټ هم لري،چې پکې د اختر مینگل پلار هم شامل دی، تقریبا ٦ پاکستانیان د ترکیې پاسپورټ لري. همدغه ډول په لکونو کسان چې پکې د پاکستان پوځي جنرالان هم شامل دي، د کانډا تابعیت لري."

ښاعلي اڅکزي وویل چې هغه کسان چې په انتخاباتو کې برخه اخلي ،د هغوي نه علاوه دې ټول د افغانستان پاسپورټونه جوړ کړي.

ښاغلي اڅکزي په پاکستان کې په هغو کړیو سختې نیوکې وکړی چې ځینې سیاستمدران په نښه کوي. هغه وویل چې د حساب کتاب خلاف ندي خو ځینو کسانو په اربونو ډالرې غلا کړیدي او هغوي ته څه نه ویل کیږي.

اڅکزي وویل چې مونږ د هغه پاکستان طرفداره یو چې د بهرنو او کورنیو چارو د پالیسۍ واک د پارلمان په لاس کې وي.

په اخیره کې هغه یو ځلې بیا د پاکستان پوځ په انتخاباتو کې په لاسوهنې تورن کړ او ویې ویل چې پکار ده د اساسي قانون درناوې وشي.