عبدالجبار نعیمي: په خوست کې لاریون نه بغاوت روان دی

عبدالجبار نعیمي په کابل کې نن خبریالانو ته وویل چې په خوست کې یې د فساد او غصب مخه نیولې ده.

د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي په خوست کې د هغه په ضد روان لاریونونه بغاوت، دسیسه او توطئه وګڼله خو بل لورته لاریون کوونکي بیا وايي، د هغه په ضد حرکت یې مدني دی.

د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل دا لاریونونه د ملي یووالي د حکومت په وړاندې ګواښ دی.

د خوست د سرپرست والي د ګوښه کېدو لپاره له تېرو یوولسو ورځو راهېسې په خوست کې لاریونونه روان دي او لاریون کوونکو د خوست والي په غصب او فساد کې ښکیل بللی دی، خو د خوست سرپرست والي بیا د معترضینو له خوا وارد شوې ادعاووې ردوي، او وايي چې پدغه ولایت کې یې د فساد او غصب مخه نېولې ده.

عبدالجبار نعیمي وویل ددغو لاریون کوونکو غوښتنه دا ده، چې والي، د لواء قومندان او د ملي امنیت رئيس له دندو ګوښه شي، چې په ويناء یې دده په شمول دواړه نور د خوست ندي.

نعیمي وویل ده په خوست کې د فساد او غصب مخه نیولې ده.

عبدالجبار نعیمي په کابل کې نن خبریالانو ته وویل د خوست د لاریونونو ترشا د مافیاوي کړیو لاس دی او دا کړۍ د وسلو په کاروبار کې ښکیلې دي، او ددغو کړیو افشاء یې کړې ده.

نعیمي وايي، په خوست کې روان لاریونونه مدني حرکتونه ندي، بلکې پدغو مدني حرکتونو کې غیری قانوني وسله وال هم لیدل شوي دي.

هغه وویل ‪"‬له لسو ورځو را پدیخوا ټوله اداره فلج، پس دښمن ته دعوت ورکول دي، چې راشي، په افغانستان کې بغاوت وشي، ځکه هغوی هم دغسې غواړي، چې ادارې فلج وي.‪"‬

عبدالجبار نعیمي وايي، د خوست په لاریون په شوي ځانمرګي برید کې د هغه د لاس لرلو ادعاووې اتهام دی او دده د بدنامولو هڅه ده.

سرپرست والي وویل ‪"‬کله چې یو څوک دومره لوی بغاوت کوي، نو هغه هر څه وايي، بې اساسه تورونه او بې اساسه معلوماتونه ورکوي.‪"‬

که څه هم عبدالجبار نعیمي د استعفی په اړه څه ونه ویل ولې وې ویل، چې له خپله حقه به دفاع کوي.

بل لورته په خوست کې لاریون کوونکي بیا وايي، تر هغو چې عبدالجبار نعیمي له دندې ګوښه نه شي، ارام نه کښیني.

ددغو حرکتونو تنظیم کوونکی او د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي، د خوست سرپرست والي د ځمکو په غصب او فساد کې ښکیل دی، او د ځانمرګي برید په مهال یې ساتونکو په لاریون کوونکو ډزې کړي دي.

اصولي وايي، حرکتونه یې مدني دي او تر هغو چې سرپرست والي نه وي لرې شوی دغو حرکتونو ته به ادامه ورکوي.

کمال ناصر اصولي وویل ‪"‬په زرګونو کسانو پدغو لاریونونو کې برخه اخېستې، دا اوس د خوست زرګونه کسان را غونډيږي، که نعیمي وي، د خوست قومونه به بیا ځلې لاریونونه وکړي.‪"‬

د تېرې پنجشنبې په ورځ په خوست کې په یوه لاریون ځانمرګی برید هم وشو، پدغه ځانمرګي برید کې تر شلو لاریون کوونکي ووژل شول او تر څلوېښتو ټپیان شول.

پدغه ځانمرګي برید کې د ولسي جرګې غړی همایون همایون چې په لاریون کې یې برخه اخېستې وه، هم ټپي شوی دی.

له تېرو یوولسو ورځو راهېسې په خوست کې دا لاریونونه روان دي، ویل کیږي، چې دوه څلوېښت ادارې په ټپه ولاړې دي، د ښوونځیو مخه نیول شوې ده او د ځینو زده کوونکو لپاره ستونزې هم پېښې شوي دي