افغان لوبغاړو د بلاروس په کوربتوب د پاورلیفټنګ نړیوالو سیالیو کې د پام وړ بري تر لاسه کړیدي. دغه سیالۍ د مې میاشتې له شپږمې تر لسمې نېټې پورې ترسره شوې، چې افغان ورزشکارانو پکې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د ژړو مډال ترلاسه کړ.
د طالبانو تر ادارې لاندې د بدني روزنې او ورزش لوي ریاست ویلي، چې فواد شیرینسخن، جابر شیرینسخن، نوراحمد سخیزاده او میرویس رفیعزاده د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.
همداراز روحالله خیراندیش د سپینو زرو مډال خپل کړی، او حمیدالله حکیمي د ژدو یا برونز مډال ترلاسه کړی دی.
د پاورلیفټنګ فدراسیون مخکې ویلي وو چې افغان لوبغاړي تېر کال د ځینو نامعلومو محدودیتونو له امله په یو شمېر نړیوالو سیالیو کې له ګډون پاتې شوي وو، خو اوس د نړیوال حضور فرصتونه تر یوه بریده ښه شوي دي.
پاورلیفټنګ او رزمي ورزشونه دا مهال د افغانستان له هغو ورزشي برخو څخه دي چې په نړیواله کچه پکې د افغان ورزشکارانو حضور تر نورو ډېر لیدل کېږي.
په وروستیو کلونو کې افغان نارینه ورزشکارانو په کرکټ نړیوالو لوبو، او رزمي ورزشونو، بدن ښکلا او پاورلیفټنګ کې نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستی او غوره لاسته راوړنې یې هم درلودلې دي.
خو په همدې ترڅ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له څلورو کلونو راهیسې له هر ډول ورزشي فعالیتونو بې برخې شوې دي.
نړیوالو ورزشي او د بشري حقونو سازمانونو بیا بیا د افغان ښځو پر ورزشي محدودیتونو او له ورزشي فعالیتونو د هغوی پر محرومیت نیوکې کړې دي.