یونان کې د یوې ښځې د وژلو په تور تورن افغان سوک وهونکی محکمې ته حاضر شو

یو ۲۶ کلن افغان مسلکي سوک‌وهونکی، چې د یوې سکاټلنډۍ ښځې د وژلو په تور نیول شوی، د چهارشنبې په ورځ د اګست ۵مه د یونان په پلازمېنه آتن کې محکمې ته حاضر شو.

پولیس وايي، د ۳۸ کلنې الیزابت جېن راس مړی د جولای په ۱۸مه د اتن د کیپسلي په سیمه کې په یوې متروکې ودانۍ کې په یوه بکس کې موندل شوی و. راس د جولای له ۱۵مې وروسته ترۍ تم شوې وه.

د پولیسو په وینا، د مړي د خرابېدو له امله د عدلي طب معاینې د مړینې کره علت نه دی معلوم کړی، خو د ساه بندېدو احتمال یې هم رد کړی نه دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، شکمن کس په افغانستان کې زېږېدلی، په یونان کې یې پناه اخیستې او مسلکي سوک‌وهونکی دی. ځینو رسنیو کې د دغه افغان کس نوم شریف احمدزی ښودل شوی. د نوموړي ښځې پولیسو ته ویلي چې خاوند یې په رضاکارانه فعالیتونو کې هم برخه اخیسته.

پولیس ادعا کوي چې د هغه د ښځې د څرګندونو، د ګرځنده ټیلیفون د معلوماتو او امنیتي کمرو د انځورونو پر بنسټ یې د شکمن کس په اړه پلټنې کړې دي. د پولیسو په وینا، هغه د جولای په ۱۶مه له یوه بکس سره د هغه ځای په شاوخوا کې لیدل شوی و چې وروسته پکې د راس مړی وموندل شو.

شکمن کس د یکشنبې په ورځ نیول شوی و او د وژنې، غلا او د غیرقانوني وسلې د لرلو په تور محکمې ته حاضر شو. پولیسو د هغه په اپارتمان کې یو چاقو او یوه نقلي تومانچه هم موندلې ده. د چارواکو په وینا، د قضیې له انکشافاتو سره ښايي تورونه بدل شي.

شکمن کس د وژنې تور رد کړی او پولیسو ته یې ویلي چې د راس مړی یې د یوه اپارتمان په تشناب کې موندلی، وېرېدلی او وروسته یې مړی په بکس کې اچولی او د له منځه وړلو هڅه یې کړې ده.

د محکمې قاضیانو هغه ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې د تورونو په اړه خپله دفاع وړاندې کړي. تورن به د پنجشنبې په سهار بیا محکمې ته حاضر شي او تمه ده قاضیان پرېکړه وکړي چې تر محاکمې پورې به په توقیف کې پاتې کېږي او که خوشې کېږي.

الیزابت جین راس یوه مسلکي رواني روغتیاپاله او رضاکاره مرستندویه وه چې له عیسوي او د کډوالو له سازمانونو سره یې کار کاوه. د پولیسو په وینا، نوموړې د جون په ۲۹مه یونان ته تللې وه.