افغان حکومت له طالبانو وغوښتل چې د تعلیم او تربیې په مخکې دې خنډونه نه جوړوي.
د پوهنې وزارت مرستیال غلام جیلاني همایون په کندهار کې د نوي تعلیمي کال د پیل کېدو پر مهال دا غوښتنه وکړه.
د افغانستان د یو شمېر نورو ګرمسیرو سیمو په ګډون په کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو کې هم تعلیمي کال نن پیل شو.
خو، د چارواکو په خبره لا هم د نا امنیو او یو شمېر نورو ستونزو له کبله په جنوب کې شاوخوا ۵۰۰ ښونځي تړلي دي.
غلام جیلاني همایون امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې له قومي مشرانو او د زده کوونکو له کورنیو وغوښتل چې د تړلو ښونځیو په بیا پرانیستلو کې مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت له مرستیال سره په کندهار کې د امریکا غږ خبریال عزیزالله پوپل مرکه کړې ده.
Your browser doesn’t support HTML5