د افغانستان د اپریل پنځمې انتخابات پر کور د ننه سربېره په پراخ ډول په نړیواله کچه هم ستایل شوي دي .
د نړۍ بېلابېلو مشرانو او سیاستوالو د خپرو شوو اعلامیو او وینا پاڼو له لارې افغانانو ته په بريالي ډول د انتخاباتو د ترسره کېدو له کبله مبارکي ویلې ده.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ټاکنو ترسره کېدل، په بشپړ ډول افغانانو ته د چارو او مسولیتونو د ورسپارلو په برخه کې یو بل مهم ګام بللی دی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي انتخاباتو وښودله چې افغانان د خپلې ډیموکراسۍ د ساتلو او پرمختګ لپاره ژمن دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یو بیان کې د افغانانو زړه ورتوب ستایل شوی چې د طالبانو او نورو تندلارو د ګواښونو سره سره یې په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده .
د ناټو عمومي منشي انرس فو راسموسن انتخابات د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ بللې او افغانان یې ستایلي چې په پراخ ډول یې په کې برخه واخیسته.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت دفتر یوناما مشر یان کوبیش، دغه انتخابات د یو موټي، پیاوړي، باثباته او سوله اییز افغانستان لپاره ارزښتناک بللي دي .
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر جان بیرد په یوه اعلامیه کې په انتخاباتو کې د خلکو او په خاص ډول د ښځو پراخ ګډون ستایلی او دا یې د افغانستان د پرمختګ لپاره یو بل مهم ګام بللی دی .
په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو ایساف عمومي قومندان په ښه ډول د انتخاباتو امنیت ساتلو ته په کتو ویلي «افغانان باید پر خپلو ځواکونو وویاړي» .
د پاکستان د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي افغانانو ته مبارکي ورکړې چې په سوله اییزه توګه یې د انتخاباتو په ورځ رایې ورکړي.
پاکستانۍ فعالې ملاله یوسفزۍ هم افغانانو په ځانګړي ډول ښځو ته مبارکي ورکړې ده .
د افغانستان ټاکنې د شنبې په ورځ ترسره شوې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا شاوخوا اووه میلیونه خلکو په کې ګډون وکړ .
د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د ثور په څلورمه نېټه او نهايي پایلې به یې د ثور په ۲۸ اعلان شي، که په لومړي پړاوو کې هېڅ یوه کاندید هم پنځوس جمع یو رايه پوره نکړه، ټاکنې به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا ترسره کیږي .