د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ځواکونو د لغمان ولایت د «کاوون غږ» راډیو پر دفتر تر چاپې وروسته څلور خبریالانې او د دغې راډیو دوه نارینه کارکوونکي نیولي وو.
دغه فدراسیون د چهارشنبې په ورځ، د نومبر ۲۵مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د راډیو مسووله او د خپرونو مدیر هم د نیول شویو کسانو په ډله کې وو. د اعلامیې له مخې، پېښه د نومبر په ۱۴مه شوې او ټول شپږ کسان د شاوخوا درې ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون، چې د افغان خپلواکو خبریالانو له ټولنې سره یې په دې اړه اعلامیه خپره کړې، وايي، دغو ښځینه خبریالانو غوښتل د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د اقتصادي وضعیت په اړه یو پروګرام ثبت کړي.
د افغان خپلواکو خبریالانو ټولنې په وینا، د طالبانو مامورینو د ښځینه خبریالانو د نیولو دلیل هغه مقررات یاد کړي چې له مخې یې ښځې باید له نارینه وو جلا کاري چاپېریال کې کار وکړي.
دغه ټولنې ویلي، خبریالان باید وکولای شي له وېرې، ګواښ او نیول کېدو پرته خپلې مسلکي دندې ترسره کړي. دې ټولنې د رسنیو د کارکوونکو د مسلکي حقونو د درناوي او د هغوی لپاره د خوندي کاري چاپېریال غوښتنه کړې ده.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم د طالبانو له خوا د خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه او د ښځینه خبریالانو د کار پر شرایطو بندیزونه غندلي او د بیان د ازادۍ او د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.
د کاوون غږ راډیو پخوانۍ ستونزې
د کاوون غږ راډیو پر دفتر دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د خبریالانو د ساتنې کمېټې (CPJ) د ۲۰۲۴ کال په جولای کې راپور ورکړی و چې طالبانو د همدې راډیو خپرونې بندې کړې، شاوخوا ۲۰ کارکوونکي یې له دفتره ایستلي او د راډیو ودانۍ یې تړلې وه.
دغې کمېټې د هغه وخت د راپور له مخې، د طالبانو د استخباراتو ادارې د راډیو د تړلو او د ودانۍ د نیولو پرېکړه کړې وه. د کمېټې په وینا، د راډیو مسوولینو ویلي وو چې دغه رسنۍ له ۲۰۰۴ کال راهیسې فعالیت
کاوه او د خبرونو، ټولنیزو او نورو خپرونو ترڅنګ یې شپږ ښځینه خبریالانې هم لرلې.
طالب چارواکو تر اوسه د لغمان د وروستۍ پېښې په اړه په ورکړل شویو معلوماتو کې خپل دریځ نه دی څرګند کړی.
د ښځینه خبریالانو پر کار محدودیتونه
د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو پر فعالیتونو څارنه، سانسور او د خبریالانو نیول زیات شوي دي.
د دې فدراسیون په وینا، ښځینه خبریالانې له اضافي محدودیتونو سره مخ دي؛ په ځینو ولایتونو کې د ښځو د غږ پر خپرولو بندیزونه لګول شوې، د ښځو او نارینهوو لپاره د جلا کاري چاپېریال غوښتنه شوې او د ښځینه خبریالانو د رسمي غونډو په اړه په راپور ورکولو محدودیتونه وضع شوي دي.
د فدراسیون په اعلامیه کې د ښځو لپاره د ټول ځان او مخ پټولو د جامو او د سفر پر مهال د محرم د ملتیا اړتیا هم د محدودیتونو په توګه یادې شوې دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون له طالبانو غوښتي چې د افغان خبریالانو د بیان ازادي او خوندیتوب تضمین کړی او هغوی ته اجازه ورکړي چې له وېرې او فشار پرته خپل مسلکي کار ته دوام ورکړي.